د امن دوهمه جرګه او د سولی پلان

د امن دوهمه جرګه او د سولی پلان

 

فرانسه د سپتامبر ۱۸ ۲۰۰۷ کال

 

سریزه: د روسی اشغالګرو او ورپسی د نړیواله نظامی ائتلاف په وړاندی دیرښ کاله جګړه د دیورند د کرښی په دواړو خواوو کی دخلکو په منځ کی د مذهبی ، قومی ، سیاسی او عاطفی اړیکو په تینګیدو کی لوی اثر اچولی دی. 

 

جګړه قبیلوی جوړښتونوته تحرک(دینامیزم) بخښلی دی۰دغه دینامیزم د مخکنی مذهبی ، قومی او ملی ګوندونو د سیاسی دریز د پیاوړتیا بنڅت او د سیاست په دګر کی د نوی ګوندونو د مطرح کیدلو لامل وګرځید ۰ افغانستان او پاکستان دواړه ، په قبایلی سیموکی د مثبت یا منفی پیښو له درکه متآثر شوی او یوبل سره یی واحده سیاسی برخه لیک راپیدا کړی دی

 

۰ د دیورند د کرښی د دواړو خواوو په قبایلی سیمو کی اتکل ۴۵ ملیون خلک چه تاریخی ګد وجوهات او د مهاجمینو په وړاندی واحد مورچل لری ، ژوند کوی۰ دغه خلک چه یو ستر انسانی قوت جوړوی ، په افغانستان کی د امریکی د یرغل نه وروسته د هیواد به د ننه د سیاسی ژوند نه په حاشیه کی ولوید او د اوضاعو په سیاسی وده باندی د اغیزمن رول د درلودلونه بی برخی شو۰ تولنیز ثبات هغه وخت تأمینیدای شی چه قبایلی واحده اتنیکی جوړښت د خپل فزیکی قوت په تناسب په افغانستان او پاکستان کی د پام وړ سیاسی رول ولوبوی۰ د بن کانفرانس د یوه غلطی سیاسی محاسبی پر بنڅت باندی نه یوازی چه دغه ستر تولنیز قوت ته چه د افغانستان به د ننه او د باندی په سیمه کی د پیړیو په اوږدو کی د با ثباته دولتونو او امپراتوریګانو د جوړولو له لاری د سولی او ثبات په تینګیدو کی ستره ونده درلوده ، د سیاسی تشخص د امکان نه بی برخی کړ، بلکه د هغه په وړاندی د کورنیو او بهرنیو ځواکونو نه یوه واحده جبهه جوړ شوه . د بن کانفرانس ، دوی لویی جرګی، موقتی او انتقالی حکومتونه او بالاخره اساسی قانون نوموړی جبهی ته چه د توپک سالارانو او ۳۷ بهرنیو قوتونو نه جوړ شوی وو ، سازمانی او قانونی بنه ورکړه: په افغانانو باندی د سیاسی قواوو مصنوعی معادله د بهرنیو ځواکونو په ملاتړ وتپل شو او د نوی سیاسی نظام بنڅت وګرځید ۰ د قواوو مصنوعی معادلی د قواوو د مخکنی طبعی معادلی ځای ونیوو۰ طالبانو چه ځان د بهرنیو قواوو د یرغل قربانیان ګنل ، په چتکی خپله ایله جاری ځواکونه راغوند او د خپلی سیاسی شته والی د اثبات په موخه په قهرجنه مبارزه لاس پوری کړ ۰ دوی پدی بریالی شول چه خپلی اړیکی له ولس سره بیرته راژوندی کړی او د مقاومت د یو ملی ځواک په توګه په سیاسی محاسباتو کی د یو اړخ په حیث د پاملرنی وړ وګرځی . بالاخره عقل ، منطق او واقع بینی پر احساساتو باندی برلاسی وموند: وسله وال مقاومت له یوی خوآ او جنګی کورنی او بهرنی ائتلاف له بلی خوآ خبرو اتروته حاضر شول. د دواړو جنګی اړخونو د خبرو اترو لمړی چوکات د امن راتلونکی دوهمه جرګه ده. په دغه جرګه کی چه باید د ملګرو ملتونو( م ، م ) تر څارنی لاندی جوړه شی باید ، د جګړی بالفعل اړخونه لکه د مقاومت د ملیشیی استازی او قوماندانان ، د دیورند کرښی د دواړو خواوو د قومونو مشران ، د افغانستان او پاکستان امنیتی او ا ستخباراتی استازی او د ایساف او ناتو قوماندانان ، ګدون ولری . باید کابل حکومت او بهرنیو قواوو پوری تړلی هیڅ یو سیاسی ګوند ، تنظیم او جهادی مشر ته چه د مقاومت د جګړی د یو اړخ په توګه نه شمیرل کیږی ،په جرګه کی د ګدون حق ور نکړی شی . افغانی مقاومت او د جمعیت علمای اسلامی ګوند چه د جګړی تر شأ ولاړ دی د سولی په خبرو اترو کی اغیزمن رول در لودلای شی . که په افغانستان کی هغو دلو تپلوته چه د طالبانو سره د دشمنی په دریځ د امریکا دوستی ځانته راجلب کړی او سیاسی صحنی ته ورننوتل او خپل سیاسی تشخص د جګړی د دوام له لاری ساتلی شی ، د امن په دوهمه جرګه کی د ګدون حق ورکړی شی ، دسولی داعیی ته به نه جبران کیدونکی تاوان به ورسیږی . لمړی- د خبرو اترو ستونزی: د خبرو اترو په وړاندی مختلفی کورنی اوباندنی ستونزی موجودی بوی : ۱ ــ کورنی ستونزی : د اوسنی واکمنی به د ننه او د باندی جنګی دلی تپلی په نوی جوړه شوی جبهه کی راغونده شویدی . هغوی خپل سیاسی برخه لیک د جګړی د دوام حالت سره تړلی دی او په هیڅ وجهه باندی دیته نه حاضریږی چه د وسله وال مقاومت سره جوړونکی خبری وشی . باید د امن په دوهمه جرګه کی د دغو کړیو د ورانونکی لاس وهنی مخه ونیول شی . امریکا د توپک سالارانو متحد ، په دغه برخه کی د پام وړ رول لوبولی شی . د امن دوهمه جرګه چه باید د نوموړی دلو په غیاب جوړشی ، باید دوی ته په راتلونکی سیاسی نظام کی د قانون او شریعت په چوکات کی دسیاسی سوله ایز فعالیت تضمین ورکړی . ۲ ـ بهرنی ستونزه : الف ـ امریکا دا ویره لری چه د وسله والو مخالفینو په بریالیتوب او په هیواد کی د دوی په بشپړه واکمنی سره د افغانستان په سیاسی وده باندی خپل کنترول له لاسه ورکړی. امریکا د دغه چُرت تر تآثیر لاندی ده چه پر اوضاعو باندی کنترول یوازی د جنګی دلو سره په ائتلاف ، د جګړی په دوام او د وسله وال مقاومت په زپلو کی ، ساتلی شی. بنآ دیر احتمال لری چه امریکا د یوی غلطی سیاسی محاسبی پر بنآ خپلی ښی اړیکی له جنګ سالارانو سره وساتی او هغوی لکه پخوآ په شان د طالبانو د مقاومت په وړاندی د یوه « مقابل وزنه » په توګه لږ تر لږه د سیاست په دګر کی وکاروی . دلته امریکا سره موُتلفی جنګی دلو د امریکا سیاسی ستراتژی د روسانو او هندوستانیانو د ستراتژی سره نښلوی . دغه اقتضایی تکتیک په اوږد مهال کی د امریکا په ګته ندی . ب ـ هندوستان وسله وال مقاومت د پاکستان له خوأ ګمارل شوی تحریک ګنی او هڅه کوی چه کابل حکومت د ښی سیاسی اړیکی او اقتصادی مرستی له لاری د خپل نفوذ په حوزه کی وساتی . هندوستان ، د افغانستان د جګړی له لاری پاکستانی سیاست والو او مذهبی ګوندونو دافغانستان په جګړه کی د کشمیر په جبهاتو کی د جګړی د فشار د کمولو په مقصد مصروف ساتی . هندوستان په افغانستان کی په یو دول نه بل دول د وسله وال مقاومت په وړاندی د امریکا ، شمالی تلوالی او نوی جوړی شوی ملی جبهی سره ګد دریځ لری. ج ـ پاکستان د افغانستان د وروستیو لسیزو په پیښو کی جوړونکی او په ځینو مواردو کی ورانونکی رول لوبولی دی. اوس مهال د کشمیر جګړه په غیر مستقیمه توګه د افغانستان به د ننه کی مطرح شوی او پاکستان د هند سره په منازعه لګیا دی . پاکستان په افغانستان کی د سولی د تحقق په لاره کی کلیدی رول لوبولی شی . پدی شرط چه د « ستراتژیک ژورتیا » خیالات د پاکستانی جنرالانو د سر نه ورک شی او پاکستانی چارواکی افغان وسله وال مخالفین د خپلی سیاسی مقاصدو په موخه و نکاروی. افغانی لوری پخپل وار باید هلی ځلی وکړی چه په سیمه کی د هغو منازعاتو نه چه پاکستان په کی ښکیل دی ځان لری وساتی . پاکستان دا توان لری چه د خپل سیاسی او ا ستخباراتی امکاناتو نه په ګته اخیستلو سره د افغانی مقاومت لیک د القاعدی نه جلأ کړی . د همدی مقصد د پاره باید د مذهبی ګوندونو سره او په ځانګړی توګه د جمعیت علمای اسلامی د ګوند سره خپل دوستانه اړیکی وساتی . بر سیره پر دی باید د مجلس عمل سره د پاکستان حکومت اوسنی ائتلاف وساتل شی . دغه ائتلاف د دی لامل ګرځی چه د پاکستان حکومت د مذهبی ګوندونو او د القاعدی پر اړیکو باندی کنترول ولری . په سیمه کی د پاکستان او افغانستان تر منځ زښته زیات ګد وجوهات شته دی چه د دواړو هیوادونو تر منځ د تلپاتی دوستی بنڅت ګرځیدلی شی . دوهم ـ د خبرو اترو اجندأ: د سولی خبری اتری ممکن څو پلاونه ولری: یو ـ د خبرو اترو لمړی پلاو : د خبرو اترو د پیل اجندا باید په هغو موضوعاتو باندی ځانګړی شی چه د باور فضأ په جوړولوکی اغیزمن رول ولری . د هغی جملی څخه : ۱ ـ اوربند او د هغه د څارنی د پاره د جرګی د برخه والونه یو ګد کمسیون تاکل . ( څارنی دنده م ، م نظامی پرسونل ته هم سپارلی شو ) . د اوربند بند او بست اهمیت په دی کی دی چه د هغو ورانونکو نظامی عملیاتو مخه نیسی چه د جګړی اړخونه د هغو له لاری د خبرو اترو په بهیر کی د امتیاز د ترلاسه کولو په مقصد فشار اچوی. م ، م د سپتامبر ۲۱ نیته د سولی ورځ اعلان کړیدی . کولای شو چه دغه نیتی ته د اوربند د پیل په حیث هرکلی ووایو . ۲ ـ د کابل حکومت د سولی د داعیی په اړوند د خپل صداقت او حسن نیت د اثبات په نیت باید د طالبانو یو شمیر زندانیان خوشی کړی . د زندانیانو پاتی برخه د خبرو اترو د بهیر په دوام کی خوشی کیږی . ۳ ـ باید په مطبوعات او مدیا کی مخکنیو ترمینولوژی ګانی ( یاغیان ، ترورستان …) چه د وسله وال مقاومت په پته ، حواله کیدلی ، د نوی اصطلاحاتو سره چه د سولی او پخلاینی جذبات منعکسوی ، بدلی شی . دوه ـ د خبرو اترو دوهم پلاو : دغه پلاو په ستوزمنو موضوعاتو باندی ځانګړی کیږی . د هغی جملی څخه : ۱ ـ موجوده او راتلونکی نظام : په افغانستان کی موجوده نظام د بن د کانفرانس نه وروسته مطرح شو . ایساف او ناتو د نوی نظا د ملاړ په موخه د م ، م په تجویز د تروریزم سره د مبارزی تر پلمی لاندی به افغانستان باندی برید وکړ. د یادولو وړ دی چه م ، م نړیوال نظامی ائتلاف ته په افغانستان کی د تروریزم له منځه وړلو دنده ورسپارلی وه ، نه د طالبانو د واکمنی ړنګول . امریکا د اصولو د تیروتنی یعنی د م ، م د پریکړی نه به د باندی د یو پخپل سر اقدام په ترڅ کی ، د طالبانو واکمنی ته چه د افغانستان په سلو کی نوی خاوره تر خپل ولکی لاندی راوستی وه او په واقعیت کی په « دوفکتو » دول مشروع بنه غوره کړی وه ، لنګ کړ . اوسنی حکومت چه د بهرنیو قواوو له خوأ ساتل کیږی او دغه قوأ د حکومت د ساتلو د پاره تر ابده پوری په افغانستان کی پاتی کیدای نشی، پدی چه هرومرو وسله وال مقاومت موجوده نظام او د هغه اساسی قانون د خبرو اترو د پیل نه مخکی د یو شرط په توګه ومنی ، باید تینګار ونکړی . اساسی قانون او دهغه رازیږیدل شوی نظام د طالبانو د حاکمیت په غیاب د بهرنیو قواوو تر واکمنی لاندی تنظیم شویدی . د قواوو د معادلی د نوی فورمول پر بنست باندی چه د مقاومت د ګدون په اساس د امن دوهمه جرګه تمثیلوی، باید د طالبانو د مقاومت اعتدالی او مشروع غوښتنی د اساسی قانون او سیاسی نظام د تعدیل په اړوند ، ومنل شی . د سولی خبری اتری هغه وخت عملی بنه غوره کولای شی ، چه تولو هغو توپک والاوو چه خپله سیاسی برخه لیک د اوسنی نظام او بهرنیو قواوو شته والی سره تړی ، او د خبرو اترو مخی ته ستونزه ایجادوی ، توطئه شنده کړای شی . امریکا چه د افغانی توپک سالارانو موٌتلف هیواد دی ، په جګړه مارانو باندی په کافی اندازه نفوذ لری او کولای شی د سیاسی او اَن د نظامی امکاناتو له لاری د جنګی دلو، سولی ضد توطئه شند کړی . په هر حال ‌‌إ افغان ولسمشر د سولی د داعیی د پلی کولو په مقصد باید خپل استعفأ د امن دوهمی جرګی ته وړاندی کړی او لاره د نوی اساسی قانون او نوی نظام د جوړیدو د پاره هواره کړی. د اوسنی حکومت ترمیم د مقاومت د استازی د ګدون په نیت د پروبلم د حل لاره نده . دلیل یی هم دا دی چه د توپک سالارانو په « فدراسیون » کی نوی غړی زیاتیږی ، د حکومت به د ننه سیاسی تجانس لا زیاتی له منځه ځی او اوسنی حکومت پوری تړلی جنګی جنایت کارانو سیاسی پناګاه او مصئونیت تر لاسه کوی . د امن په دوهمه جرګه کی باید د جګړی دواړو خواوی پدی باندی ژمنه وکړی چه په راتلونکی نظام کی : ــ د بشر او د ښځو حقونو اصول تر هغه ځایه پوری چه د افغانی دود او د اسلام د احکامو سره سمونوالی ولری ، خوندی وساتل شی . ــ د دیموکراسی لاس ته راوړنی تر هغه حده پوری چه د هضم وړ وی او د دولت اتوریته ته تاوان ونرسوی ، خوندی پاتی شی . ــ د جنګی جنایت کارانو د محاکمی د پاره مخکنی کمزوری هلی ځلی ، چتکی شی . ۲ ـ د نوی نظام دنده : د ولسمشر د استعفأ نه وروسته د جګړی دواړو خواوو د یوه نوی موقتی حکومت د جوړیدو د پاره توافق کوی . نوموړی حکومت باید د ناپیلو ، خپلواکو او ملی اشخاصو څخه جوړ شی . په هغه کی باید د جنګی دلو سره تړلی هیڅ یو متنازع فیه سیاسی شخصیت غړیتوب ونلری . موقتی حکومت د ۲ کلو په بهیر کی لاندنی دندی سر ته رسوی : ــ د نړیوالی تولنی په مرسته ، کورنی امنیتی میکانیزم ته چتک والی ورکول . ــ د بهرنیو قواوو د تدریجی وتلو په مقصد یو تقسیم اوقات جوړول . ــ نوی اساسی قانون تنظیمول . ــ دودیزه لویه جرګه د اساسی قانون د تصویب په موخه رابلل . تر هغه وخته پوری چه نوی اساسی قانون جوړیږی ، چاری د اوسنی اساسی قانون د هغو احکامو په بنست باندی تر سره کیږی چه د نوو شرایطو سره سمونوالی ولری او د امن په دوهمه جرګه کی ورباندی توافق شوی وی . ۳ ـ امنیت او د بهرنیو ځواکونو د حضور پرابلم : داسی ګومان نکیږی چه ملی امنیتی اورګانونه په چتکی دومره وده وکړی چه موږ په امنیتی لحاظ په بشپړه توګه په خپل امکاناتو متکی شو . د امنیت الترنتیفونو محتوأ هر څه چه وی د اجندا په سر کی باید د جنګی دلو او خصوصی کمپنی ګانو بی وسلی کول ځای ولری . د امنیت د تأمین په اړه ۲ الترنتیفونه مطرح کیدای شی : ــ د افغانستان په سهیلی سیمو کی د موسی قلعه د تجربی پراختیا. پدغه برخه کی باید د بهرنیو ځواکونو د لند مهال حضور نه ګته پورته شی : بهرنیو قواوو تر هغه وخته پوری چه د امن په جرګه کی د یو توافق په اساس په افغانستان کی پاتی کیږی باید د جګړی په ځای د مقاومت ملیشیو ، قومی مشرانو او خلکو په مرسته د امنیت د تأمین په مقصد وکارول شی : په جنوبی سیمو کی باید د نوی حکومت د امنیتی پرسونلو او د مقاومت د ملیشیو له خوأ ګدی امنیتی کمیتی جوړی شی . امنیتی کمیتی لمړی د بهرنیو قواوو او د دغه قواوو د وتلو نه وروسته د م ، م د سولی قواوو تر څارنی لاندی فعالیت کوی . ( د م ، م د سولی د قواوو په اړه ورپسی بحث به شی ) . د امنیت د نوموړی پروسی د بریالیتوب په موخه باید په افغانستان کی میشته بهرنیو قواوو د خپل نظامی تحرکاتو استقامت ، شمالی سیموته پراخ کړی . ګد امنیتی کمیتی د بهرنیو قواوو په مرسته باید د افغانستان شمالی پلی تر کلکی څارنی لاندی ونیسی تر څو چه هغی لوژستیکی او اکمالاتی لاری بندی شی چه افغانی جنګی دلو ، بهرنیو هیوادونو سره تړی . د موسی قلعه د تجربی د پراختیأ شرطونه دا دی چه : ــ د مقاومت ملیشی د هغه حکومت په ملاتړ وفادار پاتی شی چه د امن په دوهمه جرګه کی د جګړی د اړخونو د توافق پر بنست باندی مخکی جوړیږی . ــ د مقاومت ملیشیی خپلو لیکو د القاعدی د فعالینو او د ګاوندی هیوادونو د ګمارل شوی کسانو نه تصفیه کړی . کله چه په تول افغانستان کی امنیتی ګدی کمیتی او ملی فوج په اوضاعو باندی واکمن شولی ، بهرنیو قواوو حضور ته اړتیا له منځه ځی . آلبته په لمړی پلاو کی د افغانستان د سهیلی سیمو نه پرته ، په نورو سیمو کی د نوی حکومت امنیتی پرسونل د م ، م د قواوو په مرسته د امنیت دنده په غاړه نیسی . ــ د امنیت د تأمین په موخه دوهم الترنتیف ، چه د امن دوهمه جرګه ورباندی غږیدلی شی په تول افغانستان کی د م ، م د سولی ځواکونو استقرار دی . دغه قوأ چه باید اسلامی هیوادونو په کی ونده ولری ، د اوسنی نړیوال نظامی ائتلاف ځای نیسی، او د هغه حکومت ملاتړ کوی چه د امن په دوهمه جرګه کی په جوړیدو یی توافق شوی وو . د م ، م د سولی قواوو تر هغه وخته پوری په افغانستان کی پاتی کیږی چه افغان امنیتی ، ملی اورګانونه د امنیت د تأمین په موخه وړتیا راپیدا کړی .

 

 

 

نتیجه

 

 

 

الف ـ د افغانستان د اوسنی معضلی د حل کلید د افغان ولسمشر په لاس کی ده. نوموړی د وطن او خلکو په خاطر د یو زړور اقدام په ترڅ کی کولای شی د خپل استعفأ له لاری ځان د جنګی دلو د اسارت نه خلاص او د نوی سیاسی فصل په پرانیستلو کی جګړی ته د پای تکی کیږدی. ب ـ د بهرنیو هیوادونو او د هغی جملی څخه پاکستان او امریکا د افغانستان د اوسنی ناورین په ختمیدو کی ستر رول لوبولی شی . په عمومی دول سره بهرنی هیوادونه باید : ــ په راتلونکی سیاسی پروسه کی خپل لنګر د افغانستان د ملی حاکمیت په تینګیدو کی په کار واچوی . ــ د یو لاس پوڅی حکومت د جوړیدو شیطانی مفکوره په هغو هدیرو کی خشه کړی چه د افغانی آزادی غوښتونکو له طرفه مخکی کیندل شوی ده . ــ یوه دله د بلی دلی په وړاندی استعمال ونکړی . ــ د ملی امنیتی اورګانونود چتکی ودی له لاری د افغانانو سره د یو مرکزی ، پیاوړی حکومت په جوړولو کی مرسته وکړی . ــ مخکی له دی نه چه د امن په دوهمه جرګه کی د توافق شوی ناپییلی، ملی حکومت په جوړیدو کی پریکړه کیږی ، باید په جنګی جنایت د تورنو کسانو لیست د بشر د حقونو د یو نړیوال سازمان له خوأ اعلام شی ، تر حو چه په حکومت کی د تورن کسانو د غړیتوب مخه ونیوړ شی . ــ افغانستان په سیمه کی د جګړی د پراختیا په مرکز بدل شویدی . یو مرکزی ، پیاوړی ، ملی حکومت کولی شی چه د یو با اندوله بهرنی سیاست پر بنڅت باندی، هیواد په سیمه کی د سیاسی ثبات ،سولی او اقتصادی پرمختیا په یو ستر محور بدل کړی. « پای »

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.