چک هیګل په افغانستان کې د زرو اضافي امریکايي سرتیروي د پاتې کېدو په اړه وضاحت ورکړ

 

 

 

دآزادی راډیو

16.09.1393

 

د امریکا د دفاع وزیر وايي، د کابل او واشنګټن او کابل او ناټو ترمنځ د دفاعي او امنیتي تړونونو په لاسلیک کې ځنډ د دې سبب شو چې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د روان میلادي کال له پای ته رسیدو وروسته زر تنه نور سرتیري هم پریږدي.

 

تر دې مخکې ولسمشر بارک اوباما د می په میاشت کې ویلي وو چې د ۲۰۱۴م کال له پای ته رسیدو وروسته به یې افغانستان کې نهه زره اته سوه سرتیري پاتې شي. خو پرون د امریکا د دفاع وزیر په کابل کې د پاتې کیدونکو سرتیرو په شمیر کې د بدلون خبره وکړه او ویې ویل د روان کال تر پای ته رسیدو وروسته به په افغانستان کې لس زره او اته سوه امریکايي سرتیري پاتې شي.

 

ښاغلي هیګل چې د شنبې په مازیګر یې په کابل کې له افغان ولسمشر ښاغلي غني سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې؛ وویل، د ولسمشر بارک اوباما په تایید دا زر تنه اضافي سرتیري په افغانستان کې د هغې تشې د ډکولو لپاره پاتې کیږي چې باید د ناټو نورو غړیو هیوادونو ډکه کړې وی.

 

نوموړې وویل، له واشنګټن او ناټو سره د افغانستان له خوا د امنیتي تړونونو په لاسلیک کې ځنډ د دې سبب شو چې د ناټو نور غړي هیوادونه ونه توانیږي په افغانستان کې د پاتې کیدونکو سرتیرو لپاره په وخت پلان جوړ کړي:

 

”د امنیتي تړونونو په لاسلیک کې د ځنډ له کبله په افغانستان کې د ملاتړ د ماموریت په اړه پلانونه څو میاشتې شا ته پاتې دي او له هغه څه چې موږ یې هیله لرله وروسته دي. په نتیجه کې یې ولسمشر بارک اوباما د امریکا د پوځ قومندانانو ته دا زمینه برابر کړې چې وکولای شي د پاتې کیدونکو بهرنیو سرتیريو په شمیر کې هر ډول لنډمهاله کمی تر څو میاشتو تنظیم کړی شي.

 

دا به تر هغه وخته وي، څو د نړیوال ایتلاف د نورو غړیو هیوادونو سرتیري دلته ورسیږي.“

 

د امریکا د دفاع وزیر وویل، هیواد به یې په لنډمهاله توګه د دې تشې د ډکولو لپاره د نهه زره اته سوه امریکايي سرتیرو پر ځای په افغانستان کې لس زره اته سوه سرتیري پریږدي.

 

نوموړې وویل چې د دې اضافي سرتیرو پاتې کیدل له ۲۰۱۴ م کال وروسته د دوی په ماموریت کې چې د روزنې او ملاتړ ماموریت دی هیڅ ډول بدلون نه راولي.

 

خو چک هیګل وویل، هیواد به یې هیڅکله اجازه ورنه کړي چې افغانستان یو واربیا د القاعده شبکې پر خوندي ځاله بدل شي.

 

نوموړې زیاته کړه، دوی به د هغو طالبانو پر ضد هم جدي اقدامات وکړي چې امریکا او نړیوالو ځواکونو ته مستقیم ګواښ وي او یا هم د القاعده شبکې ملاتړ کوي.

 

افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي په دې خبري غونډه کې وویل چې ۲۵ ورځې وروسته افغانستان له امریکا سره د اړیکو یو نوي پړاو ته داخلیږي. د نوموړې په وینا، د دې نوې پړاو په پیل سره به افغان امنیتي ځواکونه د خپل هیواد د ساتنې هر اړخیز مسولیت ولري.

 

”د جنوۍ له لومړۍ نیټې څخه افغان امنیتي ځواکونه د خپل ګران هیواد د ساتنې هر اړخیز امنیتې مسوولیت پرغاړه اخلي. په عین حال کې د امریکا له متحدو ایالتونو سره به نوې اړیکې د هغه امنیتي تړون پر بنسټ وي چې څو اونۍ مخې د افغانستان ملي شورا تصویب کړ.“

 

چک هیګل چې څو ورځې مخکې یې د امریکا د دفاع د وزیر په توګه له خپلې دندې استعفا کړې په افغانستان کې د پاتې کیدونکو امریکايي سرتیرو د شمیر د زیاتیدو اعلان په داسې حال کې کوي چې په دې هیواد کې د حکومت د مخالفو وسلوالو بریدونو زور اخیستی. ځینې څارونکې وايي، ښايي د امریکا له خوا په افغانستان کې د اضافي سرتیرو د پرېښودلو یو سبب همدا وروستۍ نا امنۍ هم و اوسي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.