یوناما: تېرو لسو کلونو کې افغانستان کې ۱۰۰ زره ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دآزادی راډیو

د ملګرو ملتونو سازمان وایې، په تېره یوه لسیزه کې په افغانستان کې تر سلو زرو ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه سازمان یوځل بیا د جګړې په ژر تر ژره ختمیدو او د سولي په ټینګښت ټینګار کوي.

په همدې حال کې د افغانستان د سولي عالي شورا هیله ښیې چې طالبان د تاوتریخوالي په کمولو توافق وکړي څو له امریکایې پلاوي سره د دوی خبرې نتیجه ورکړي او بیا بین الافغاني خبري پیل شي.

د ملګرو ملتونو سازمان له ټولو ښکېلو خواوو غواړي چې په افغانستان کې یوه تلپاتي سیاسي توافق او اوربند ته د رسېدو لپاره د تاوتریخوالي د کمولو لپاره هڅي وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو د پنجشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل چې سوله د دې هېواد د راتلونکې لپاره مهمه ده.

نوموړي زیاته کړه چې د بین الافغاني خبرو د ترسره کېدو لپاره د افغانستان د خلکو او نورو اصلي لورو لخوا د هڅو هرکلی کوي.

په بیان کې ویل شوي چې د افغانستان جګړه لاهم د افغانستان له ملکیانو څخه قربانیان اخلي. یاماموتو ویلي په ډېره خواشینۍ سره دا تاییدوي چې په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې څه باندې سلو زرو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ښاغلي یاماموتو وویل، د بین الافغاني خبرو د ترسره کېدو لپاره د افغانستان د خلکو او نورو اصلي لورو لخوا د هڅو هرکلی کوي.
ښاغلي یاماموتو وویل، د بین الافغاني خبرو د ترسره کېدو لپاره د افغانستان د خلکو او نورو اصلي لورو لخوا د هڅو هرکلی کوي.
په همدې حال کې د افغانستان د سولې عالي شورا هیله ښیي چې طالبان په دې هېواد کې د تاوتریخوالي په راکمولو توافق وکړي.

د دې شورا مرستیال مولوي عطا الرحمن سلیم تېرماښام آزادي راډیو ته وویل:

“هیله لرو طالبان د جګړې د ختمولو او یا کمولو لپاره هلي ځلي وکړي. له کوم فرصت څخه چې رامنځته شوی ښه استفاده وکړي. له هغې مرحلې څخه چې هغوی له زلمي خلیلزاد سره خبرو کې نتیجې ته رسیدلي او امیدوارۍ پیدا شوي چې هغوی اوس لګیا دې په پېښور یا میرانشا یا کویټه کې له خپلو مشرانو او نورو موثرو کسانو سره مشورې کوي. زه هیله لرم یوې نتیجې ته ورسیږي. ځکه د جګړې د ختمولو په برخه کې موږ هیڅ کله داسې ښه خبر نه وو اورېدلی چې په دې دوو دریو ورځو کې یې اورو.”

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره اونې پر خپل ټویټر لیکلي وو چې د دې هېواد د سولې بهیر یوه مهم پړاو ته نژدې کیږي، خو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې دوې اونې دمخه وروسته له هغه په موقتي ډول وځنډېدي چې طالبانو د بګرام پر هوایې اډې برید وکړ.

خلیلزاد د ډسمبر پر ۱۳ پر ټویټر ولیکل چې له طالبانو سره یې پر بګرام هوایې اډې د برید له کبله خپله غوصه څرګنده کړه. په هغه برید کې دوه تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

د خلیلزاد په خبره طالبان باید وښیې چې هغوی د افغانانو د سولې ارمان پوره کولو توان او لیوالتیا لري.

نوموړي زیاته کړه، له طالبانو سره په خبرو کې لنډه وقفه اخلي، ترڅو طالبان د دې مهمې موضوع په اړه له خپلو مشرانو سره سلا مشوره وکړي.

بلخوا آزاد خبریال سمیع یوسفزی چې د افغانستان د سولې بهیر له نژدې تعقیبوي، آزادي راډیو ته وویل چې امریکا له طالبانو سره د خبرو په ځنډولو، دې ډلې ته یو پیاوړی پیغام ورکړ او هغه دا چې طالبان باید د تاوتریخوالي په راکمولو او اوربند توافق وکړي.

د یوسفزي په خبره پر دې موضوع په دې وروستیو کې په پاکستان کې د طالبانو د غړو ترمنځ مشورې شوي دي.

هغه وویل: “د طالبانو پلاوی په پاکستان کې دی. تر کومه چې زه خبر یم د قطر دفتر له خوا لېږل شوي پلاوي په پېښور کې د طالبانو له نظامي شورا او حقاني شبکې سره سلامشورې کړي او توضیحات یې ورکړي چې که د اوربند او تاوتریخوالي په کمولو توافق ونه کړي، امریکا به دا مذاکرات مخته یو نه سي او ښایې هغه د تل لپاره بند کړي. ویل کیږي چې د پېښور شورا اکثریت غړو ملا برادر ته اختیار ورکړی چې کولی شي د اوربند په اړه له امریکا سره توافق وکړي، خو د کویټې شورا مشران د اوربند په اړه راضي نه دي.”

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

طالبانو له امریکا سره لس دورې خبري کړي، خو تر اوسه یې نه ده منلې چې د افغانستان له دولت سره خبرې وکړي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تېره جمعه په یوه ټویټ کې ولیکل، بین الافغاني مذاکرات په هغه صورت کې پیلیږي چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو په اړه له امریکا سره توافق لاسلیک شي.

د شاهین په خبره په بین الافغاني خبرو کې به ټول افغاني لوري شامل وي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.