کندهار کې د پاکستان پرخلاف لاریون شوی

 

 

دامریکا غږ
نن د یکشنبې په ورځ د کندهار په ښار کې په سلګونو کسانو د تیرې پنجشنبې په ورځ د پاکستاني سرحدي ځواکونو په ډزو کې د یو افغان پولیس د وژل کیدو او دوو نورو ټپي کیدو د پیښې د غندنې لپاره لاریون وکړ.

د لاریونه کونکو ډیر شمیر دکندهار ولایت د ریګستان، سپین بولدک او ښورابک ولسوالیو اوسیدونکي وو، چې سیمې يې اوړمه ورځ د پاکستاني سرحدي ځواکونو تر راکټي برید لاندې راغلې وې.

لاریون د کندهار له ولایتي شورا څخه پيل او د شیهدانو په څلور لارې کې پای ته ورسید.

لاریون کونکوپاکستان پهښه ګاونډیتوب کې په پاتې راتلو تورن وو او ویلی یې چې د افغانستان د ټولو بدبختیو عامل دا هیواد دی.

دکندهار د پولیسو د وینا له مخې د تیرې پنجشنبې په ورځ د کندهار د ښورابک او سپین بولدک تر منځ د سرو څاهانو ترمنځ سیمه کې پاکستاني سرحدي ځواکونواو افغان سرحدي پوليسو ترمنځ دوه ساعته نښته وشوه، چې له امله یې یو افغان سرحدي پولیس ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.

تراوسه لا د دغې نښتې اصلي علت څرګند نه دی، خو د کندهار د پولیسو د ادعا له مخې دا نښته هغه وخت رامنځ ته شوه چې یو نامعلوم شمیر طالب وسله والو موټرسایکل سپرو چې غوښتل یې افغانستان تهداخل شي، پرهغوی د کندهار د سرحدي پولیسو د ډزو وروسته بیرته پاکستان خاورې ته ننوتل چې د هغې وروسته د پاکستان سرحدي ځواکونو د افغان ځواکونوپرپوستو د درنو وسله ډزې وکړې او افغان لورې ته یې مرګ ژوبله واړوله.

پاکستان تراوسه د پنجشنبې د ورځې د نښتو په اړه تبصره نه ده کړې او نه یې هم دا نښته رد کړې ده.

د پاکستاني چارواکو د پیښې وروسته امریکا ته ویلي وو چې د دغې پیښې په باب پلټنې کوي.

پاکستان د کندهار د نن ورځې لاریون ته غبرګون نه دی ښودلی، خو په کابل کې د دغه هیواد سفارت سره نږدې د پاکستان پرخلاف د زرغون بهیر د پلویانو لاریون یې غندلی وو.

په کندهار کې د دغه لاریون یوه سمبالونکي حاجي نصرالله خان وويل “غواړو چې د پاکستان د غیرمسئولانه کړنو په وړاندې خپله کرکه څرکنده کړو، د پاکستان دا لمړی ځل ندی بلکې تر دې مخکې يې هم زموږ پر حریم تیری کړی اوغواړي چې زموږ ارام ژوند را نا رامه کړي “.

لاریون کونکو وويل هر هغه هیواد چې زموږ پر حریم د تیري پلانونه جوړه وي موږ مجبور یو چې د خپل هیواد له خاورې او استقلال څخه دفاع وکړو.

د دغه لاریون یو ګډونکونکي او د پلوڅو د شورا مشر شیراقاخان د ملي وحدت د حکومت پر مشرانو نیوکه وکړه چې هغوی د حکومت د ويش پر سر مصروف دي او ګاونډیانو مداخلې ته يې پام ندی کړی.

نوموړي زیاته کړه چې د سرحدي ولسوالیو هغه محرومه خلک چې حکومت يې ژوند ته هیڅ پام ندی کړی هغوی په ډیر میړانه د خپلو سرحداتو څخه دفاع کوي.

لاریون کونکو په خپل پریکړه لیک کې پر ملګرو ملتونو او د سارک سازمان له غړو څخه وغوښتل چي د افغانستان په کورنیو چارو کې د سمیې د هیوادونو د لاس وهنو مخه ونیسي .

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.