کابل کې د مېنانو ورځ، ط یې د نمانځلو ممانعت کړی دی
تاند: ( دوشنبه ، د دلوې پینځه ویشتمه) د فبرورۍ څوارلسمه ( د ولنټاین) يا مېنانو ورځ نن د نورو کلونو په شان بيا په کابل کې نمانځل کېده، خو طالبانو يې ممانعت کړی دی.
نن سهار په ټولنیزو رسنیو کې د کابل ښار د درېیمې ناحېې اړوند له پل سرخ سیمې څخه د لويې لارې پر سر د ولنټاین د پوکڼیو او نورو نښو د نصبولو عکسونه خپاره شوي وو.
له دغو عکسونو څخه څو ساعته وروسته خپرو شويو عکسونو څرګنده کړه، چې د طالبانو ځواکونو د ولنټاین لګول شوې نښې له منځه وړي او د مېنانو ورځې د نمانځلو ممانعت یې کړی.
ځایي خلکو ويلي، چې طالبانو د دې ممانعت دليل د غربي فرهنګ پر وړاندې مخالفت ښودلی.
طالبانو د یادې ورځې نمانځنه د غربي فرهنګ تقلید ګڼلی، خو چارواکو او وياندويانو یې د يادې ورځې د ممانعت په اړه په ښکاره څه نه دي ويلي.
د ټولنيزو رسنيو یو شمېر فعالانو غ طالبانو دا کار نقد کړی او ځینو یې هرکلی کړی دی.
نظرات بسته شده است.