چین وايي، د افغانانو ترمنځ د خبرو کوربه توب ته تیار دی

 

تاند(سې شنبه، د ثور۲۸) چین د بېلابېلو افغان خواوو ترمنځ د سولې د خبرو د کوربه توب وړاندیز وکړ او ژمنه یې وکړه چې تروریستي ضد هڅې به وکړي.

د چین د باندنیو چارو وزیر وانګ يي پرون (دوشنبه) خپل افغان ساري محمد حنیف اتمر ته ټېلفون وکړ، ویې ویل، چې هیواد به یې د کورنا وایرس پر ضد په مبارزه کې له افغانستان او د جنوبي اسیا له نورو هیوادونو سره مرسته وکړي او لېواله دی چې له افغانستان سره تروریستي ضد همکاري زیاته کړي.

د چینايي رسنیو د راپور له مخې، د دغه هیواد د شمال لوېدیځ پوهنتون استاد (یان وي) وايي، د چین له لوري په افغانستان کې د منځګړتوب د وړاندیز معنا دا ده چې دا هیواد د افغانستان له درکه اندېښنه لري او غواړي چې خپل رول په دې مسله کې زیات کړي.

وروسته له دې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د اپریل په ۱۴ مه اعلان وکړ چې ټول ځواکونه به د سپټمبر تر یوولسمې پورې له افغانستانه وباسي، په افغانستان کې د کورنۍ جګړې او د تروریستي ډلو د بیا پیاوړتیا له کبله د چین اندېښنه زیاته شوې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزیر پرون د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره په خبرو کې د امریکا له لوري د ځواکونو د ایستلو اعلان ناببره وباله او ویې ویل چې په افغانستان کې تر روغې جوړې مخکې د ځواکونو د ایستلو اعلان د سولې پروسه زیانمن کړې ده.

یان وي وايي، چین په دې خاطر هم اندېښنه لري چې په افغانستان کې بې ثباتي به په منځني ختیځ کې د چین پانګونه اغېزمنه کړي.

«د چین پانګونې ته باثباته چاپېریال پکار دی. چین په منځنۍ اسیا کې د سړک او کمربند پر پروژې ډېره پانګونه کړې. په سیمه کې بې ثباتي به منفي اغېز ولري.»

دی همداراز وايي، چین د تروریزم په وړاندې د افغانستان د ظرفیت له پیاوړتیا سره د مرستې لپاره دې هیواد ته تجهیزات او معلومات ورکولی شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.