چارواکي: پاسپورټ رياست ته ننوتونکی بریدګر وژل شوی

 

تاند:( پنج شنبه، د جدي دويمه)‏ د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د کابل د پاسپورټ ریاست مخې ته د نننۍ پېښې په اړه رسنيو ته معلومات وړاندې کړل.

‏د دغه وزارت په يوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویل شوي، چې نن غرمه مهال یو بریدګر غوښتل د پاسپورټ ریاست نه ننوځي، خو د پاسپورټ ریاست د نظامي پرسونل له لورې په نښه او ووژل شو.

سرچينه وايي، چې په دغه برید کې چاته تلفات نه دی اوښتي.

طالبانو نه دي ويلي، چې وژل شوی کس ځانمرګی او که وسله وال برید ګر و.

د دغه وژل شوي کس د هویت او هغې ډلې معلومات نه دي روښانه شوي، چې بریدګر ورته منسوب ګڼل کېږي.

د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې لا له وړاندې د پاسپورټ اخیستلو پر بهیر د چاودنو وېره موجوده وه او له همدې کبله په ځینو ولایتونو کې دغه بهیر په وقفه یي ډول درول شوی و.

نننۍ پېښه په داسې حال کې شوې، چې طالبانو د پنجشبې ورځ د خپلو جنګیالیو او چارواکو لپاره په کابل کې د پاسپورټونو د وېش لپاره ځانګړې کړې ده.

د افغانستان د ملي امنيت شورا پخواني وياند رحمت الله اندړ بيا ادعا کړې، چې طالبان خپله پاسپورټونو ته اړتيا نه لري او نه یې دومره ډېر کسان اخلي، چې اونۍ کې یوه ورځ ورته ځانګړې شي.

د هغه په خبره، په دې ورځ طالب چارواکي د پاکستان د پوځ په همکارۍ د القاعدې او نورو بهرنيو ترهګرو ډلو غړو ته افغاني تذکرې او پاسپورټونه جوړوي.

طالبانو بيا دغې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.