چارواکي: طالبانو کندهار کې یو بل پل په بمونو الوځولی

 

تاند (دوشنبه د ثور ۶) چارواکي وايي طالبانو د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د دهلې بند د پارچاونو پل په بمونو الوځولی دی.

د افغان حکومت د رسنیو د مرکز مشر دواخان مینه پال نن دوشنبه/د ثور ۶/ پر خپل ټویټر لیکلي چې طالبانو دغه پل نن په بمونو الوزولی دی.

ښاغلي مینه پال زیاته کړې، « طالبانو نن دکندهار شاولیکوټ ولسوالۍ کي ددهلې دبند دغه پل هم په بمونو الوځلی دی، دابېله وطن او اولس سره له دښمنۍ ور ها خوا بله څه معنا لري؟ طالب دچا په امر او دڅه لپاره له عامه شتمنۍ سره دښمني کوي؟»

بله خوا د شاولیکوټ ولسوالۍ اوسېدونکو هم ویلي چې دغه پل طالبانو الوزولی او زیاته کړې یې ده چې په دې پېښه کې دوه پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

خو طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د ویلو ده چې څه موده مخکې هم په دغه ولایت کې یو پل چې تازه جوړ شوی و او ګڼو خلکو به د تګ راتګ لپاره ترې ګټه اخیسته په بمولو والوځول شو چې پړه یې هم کومې ډلې ونه منله.

د دهلې بند په افغانستان کې تر کجکې وروسته دوهم لوی بند بلل کیږي چي د اوبو د يوې ستري منبع په توګه هم پيژندل کیږي.

د دهلې بند د کندهار د زراعت، اقتصاد او څښاک د اوبو لپاره حیاتي ارزښت لري چې د دې ولایت د ۷ ولسوالیو کرهڼه پرې ولاړه ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.