پیچلتیا که سپینوالی ؟ ) تحلیلي بحث)

 

پوهنمل حاجي محمد نوزادي
پیچلتیا که سپینوالی ؟ ) تحلیلي بحث (
له بده مرغه پدې وروستیو کي د زیاتو شنونکو دلیکنو او یادوونو څخه داسي ښکاري چي
په افغانستان کي جګړه په غځیدو او د سولي ټغر په ټولیدو دی . د طالبانو سره هره ناسته چي
د نړۍ په هر ګوټ تر سره کیږي ، پیل یې په اُمیدونو بدرګه او پایلي یې په یو ډول پیچلو جمله
بندیو کي چي نه یې نر مالوم وي او نه یې ښځه ، د ناهیلیو سیوری و غوړوي . ډیر ځلي دا
جمله بندۍ متحدالمال او ته به فکر کوي چي د تیر ځل کاپي ده .
دا چي موږ د جنګه ستړي او د سولي وږي یو ، په هره وړه خبره هم د سوله ایز جنت
کیلي جیب ته اچوو . څه موده وړاندي چي کله په مسکو کي د چین ، روسیې او امریکا دري
اړخیزي خبري پای ته ورسیدې ، درو واړو استازو په ګډه اعالمیه کي په خوښۍ سره اعالن
وکړ چي د امریکا په مشرۍ به د ائتالف قواوي د افغانستانه په مسؤالنه ډول ووځي . ددي
خبري څخه شنونکي داسي پوه شول چي امریکا به د تدریجي وتلو یو منطقي مهالویش
اعالنوي ، طالبان به اوربند کوي او د باوري هیوادونو د ضمانت تر وزر الندي به د افغانانو
سره د راتلونکي حکومت او د ګډ کار پر الرو چارو باندي د خبرو په موخه کښیني .
زما په آند پر لوړه اعالمیه باندي پدې شرط هوکړه شوې وه چي دا کار به د امریکایانو
لخوا روسیې او چین داسي یو امتیاز وي او هغوي به د سیمي په نورو برخو کي د امریکا ګټي
په پام کي نیسي . ددغي اعالمیې په تعقیب امریکا خپلي جنګي بیړي پر ایران باندي د تهدید په
موخه د دې هیواد پولو ته نژدې ځای پر ځای کړي او په عملی فشار یې الس پوري کړ .
روسیې اوچین د پخواني وعدو له مخي په پیل کي په ظاهري سیاست ځان چوپ و نیوی . پدې
سره امریکا ډیره و غوریده او ډیریو دا فکر کاوه چي ډیر ژر به د ایران اټمي اونظامي
تاسیسات د خاورو سره برابر شي . خو روسیې د دیپلوماتیکو الرو امریکا ته پدی اړه ګوته
وڅنډل . ایران ته چي دا خبره مالومه وه ، په سړه سینه بیله وارخطایي د حاالتو په انتظار وو
. پدي سره امریکا هم خپل دریځ نرم او اعالن یې کړه چي موږ جنګ نه غواړو او د ایران
سره خبرو ته حاضر یو .
روسیې د ال زیات فشار په موخه د فغانستان سره د دوستۍ د سلمي کالیزي په پلمه د طالبانو او
کي یوه نسبتا غونډه را وبلل او ښاغلي الورف د ً افغان سیاستوالو په ګډون په مسکو لویه
خارجي چارو وزیر یې هلته په ډاګه غوښتنه وکړه چي ټولی خارجي قواوي باید د افغانستانه
ووځي . دا ځل د مسؤالنه وتلو چی د معقول مهالویش له مخي مانا ورکوي ، خبره مطرح نه

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.