پښتین: افغان چارو کې لاسوهنه به پاکستان له بربادۍ سره مخامخ کړي

 

 

تاند (شنبه د سرطان ۲۶) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي چې په افغانستان کې به د پاکستان منفي لاسوهنې او غلطې پالېسۍ د یاد هېواد په بربادۍ پای ته ورسېږي.

ښاغلي پښتین پر خپل ټویټر لیکلي، د دغه هېواد په کورنیو چارو کې د پاکستان لاسوهنو په تېر کې هم ټوله سیمه له بربادۍ سره مخامخ کړې ده او دا ځل به یې هم پایله همدا شی وي.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان کې د پاکستان لاسوهنې نه یوازې افغانستان ته زیانونه اړوي بلکې د ډېورنډ فرضي کرښې دې غاړې پښتانه هم د پخوا په څېر ستر زیان سره مخامخ کولی شي.

منظور پښتین دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې ولسمشر غني پرون په تاشکند کې یوه کنفرانس ته په وینا کې د عمران خان په حضور کې وویل چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي او په دې وروستیو کې له پاکستان څخه لس زره وسله وال افغانستان ته د جګړې لپاره راغلي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.