پر کابل پوهنتون د برید قربانیان: په اعدام محکوم کسان دې علني اعدام شي ۲ ساعته مخکې

دآزادی راډیو

پر کابل پوهنتون د برید یو شمېر کورنۍ که څه هم پر حکومت نیوکه کوي چې پر دې پوهنتون د شوي برید قضیه په ځنډ مخکې وړي، خو د پېښې د عاملانو لپاره بیا علني اعدام غواري.

د دغو قربانیانو له ډلې یو هم ۲۱کلن محمد راهد دی چې د روان کال د لړم په ۱۲ مه پر کابل پوهنتون د برید په پایله کې له خپلو۱۷ تنو نورو ټولګیوالو سره ووژل شو.

‎په دې حمله کې له ۴۰ زیات نور محصلان ټپیان شول. د وژل شوېو محصلانو یوازې۱۶ تنه یې د ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځي محصلان وو.

د محمد راهد مور وحیدې شېزاد نن د جمعې په ورځ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، د زوی له وژل کېدو وروسته یې د حکومت پرېکړې ته په تمه ده، خو حکومت تر اوسه په خپلې ژمنې عمل نه دی کړی.
اغلې شېرزاد زیاته کړه: “باید عام محضر کې له کومې دروازې چې پوهنتون ته د حملې لپاره تللی و، همالته اعدام شوی وای، خو په خواشینۍ سره چې اوس هم د څو میاشتو په تېرېدو سره لا هم حکومت هېڅ اقدام نه دی کړی.”

دا یوازې د راهد مور نه ده چې د خپل ۲۱ کلن زوی د قاتلانو د اعدام غوښتنه کوي، بلکې نصرت الله ترنک چې د کابل پوهنتون د عامه ادارې محصل دی وایي، دغه کسان باید په عام محضر کې اعدام شي.

پر کابل پوهنتون برید؛ محصله هما له ۴۰ ورځو راهیسې ټپي پرته ده

هغه چې د کابل پوهنتون پېښه کې سخت ټپي شوی و وايي، خپل هدف او هوډ څخه په شا شوی نه دی او زده‌کړو ته به دوام ورکړي.

نوموړی د پېښې له عاملانو سره د سخت چلند غوښتنه کوي: “زما غوښتنه دا ده چې د پېښې عاملینو سره باید قانوني او جدي چلند وشي. چا چې زموږ د ټولګیوال ژوند اخېستی او زموږ ژوند یې نیمایې کړی باید ترې ژوند واخېستل شي. د قربانیانو زړه به تسکین کړي.”

پر کابل پوهنتون د‌ برید عاملانو ته د ‌استېناف یوې محکمې هم د اعدام سزا تایید کړې ده.

د افغانستان د سترې محکمې ویاند احمد فهیم قویم ازادي راډیو ته وویل، د عادل د اعدام حکم په بګرام زندان کې د تروریستي جرایمو د څېړنې د استېناف محکمې له خوا تایید شوی.

د کابل پوهنتون د تروریستي حملې عامل او طراح عادل چې په ارش او طلحه مشهور و، مخکې اړوندې ابتداییه محکمې په اعدام محکوم کړی و.

پر کابل پوهنتون د برید عاملین
په دې اړه نور:
پر کابل پوهنتون د برید پر عامل ‘عادل’ د اعدام حکم تایید شو
د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ، دا دوسیه به تر دې وروسته سترې محکمې ته ولېږل شي او د سترې محکمې له پرېکړې وروسته د توشیح لپاره ولسمشر ته وړاندې کېږي.

د سترې محکمې ویاند ښاغلی قويم همدا راز وايي چې استېناف محکمې د عادل یو بل ملګری عبیدالله هم چې په حماد مشهور و، په نورو تروریستي جرمونو کې د لاس لرلو له کبله په اعدام محکوم کړی دی.

پر کابل پوهنتون د حملې پړه داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې منلې وه، خو افغان حکومت طالبان پر دې برید پړه وبلل، خو طالبانو دا تور رد کړی دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.