پاکستان منلې چې د اوربند په بدل کې طالب بندیان خوشي کړي

 

تاند (شنبه، د عقرب ۱۵ مه) پاکستاني رسنۍ وايي، د افغان طالبانو په منځګړتوب د دغه هیواد د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ په خبرو کې پرمختګ شوی دی.

دي نیوز ورځپاڼه وايي، د پاکستان حکومت منلې چې د طالبانو ګڼ شمېر بندیان به خوشي کړي او طالبانو یې په وړاندې اوربند منلی دی.

د راپور پر اساس، د پاکستان حکومت به په لومړي پړاو کې طالب بندیان خوشي کوي چې په ځواب کې به طالبان اوربند اعلانوي.

ټاکل شوې وه چې طالب بندیان د نوومبر په لومړۍ نېټه خوشي شي خو تر دې نېټې د هغو د خلاصون په تړاو ځینې تخنیکي ستونزې شته. نو پرېکړه شوې چې د نوومبر په ۴ مه خوشي شي.

پاکستاني رسنیو نه دي ویلي چې څومره طالب بندیان به خوشي شي.

پرون پاکستاني رسنیو ویلي و، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په منځګړتوب د پاکستاني طالبانو د تسلیمېدو په اړه د حکومت خبرې روانې دي.

جیونیوز پرون د افغان طالبانو په قول وویل«افغان قوماندان سراج الدین حقاني د اوربند د ټینګېدو په برخه کې کلیدي رول لوبوي او هڅه کوي چې د پاکستان د تحریک انصاف د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ په خبرو کې پرمختګ وشي.»

د سرچینې پر اساس، د پاکستاني طالبانو د مرکچیانو مشري مفتي نورولي کوي.

پاکستاني طالبانو ویلي چې لا ډېر وختي دی چې وسلې پر مځکه کښېږدي. دوی په عین حال کې د پاکستان له حکومته غوښتي چې طالب بندیان له جېلونو خوشي کړي.

د جیونیوز بر اساس، افغان طالبان وايي، د پاکستان حکومت تراوسه پورې د طالب بندیانو د خلاصون د غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي خو وايي چې د دواړو خواوو خبرې کېدای شي په دې شرط بریالۍ شي چې قوي ضمانتونه ورکړل شي او شرطونه ومنل شي.

تر دې پخوا هم د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ لندمهال اوربند شوی و خو د دواړو خواوو خبرې په نهایت کې نه وې بریالۍ شوې.

تر دې مخکې د پاکستان ډاون ورځپاڼې نن خبر ورکړی و چې په دې برخه کې سراج الدين حقاني پرمختګ کړی او ممکن زر د دواړو لوريو ترمنځ يو لنډ مهاله مشروط اوربند رامنځته شي.

د ورځپاڼې په حواله، د کيدونکې هوکړې په اساس د پاکستان حکومت ۲۲ تنه ټیټ پوړي پاکستاني طالبان له بنده خوشې کوي او په بدل کې یې یو مياشتينی ازميښتي اوربند ته غاړه ږدي.

ويل کيږي، چې د دواړو لوريو ترمنځ مقدماتي مخامخ مذاکرات هم د سراج الدين حقاني په منځګړتوب د افغانستان په خوست ولايت کې شوي

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.