پاکستان د افغان مخابراتي سيستم د انحصار او کنټرول هڅې پیل کړي

تاند: ( دوشنبه ، د دلوې یوولسمه) کابل ته د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر معيد يوسف له سفر او د افغانستان د مخابراتو د تنطيم ادارې ( اترا) څخه تر لیدنې وروسته یې پاکستان تورن شوی، چې د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د انحصاري کولو او کنټرول په هڅه کې دی.

د اترا ادارې مسوولینو تایید کړې، چې معید یوسف او ورسره ملګري پلاوي یې د طالبانو د مخابراتو وزارت او اترا سرپرست مولوي نجیب الله حقاني او نورو چارواکو سره لیدلي.

اترا ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي: مولوي حقاني پاکستاني پلاوي ته د ځینو ستونزو لکه؛ د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان په پرتله له پاکستان څخه د انټرنېټ په لوړه بیه اخیستلو، له پاکستان سره د مرین او دارک نوري فایبر کیبل د نښلونې او پرمختیا، د اقتصادي زیان څخه د مخنیوي په پار د دواړو هېوادونو ترمنځ په صفري نقطه کې د فریکونسیو اذیت او تداخل څخه د مخنیوي، له منځنۍ آسیا، سیمې او نړۍ سره د ترانزیت لپاره د افغانستان له خاورې د ګټه اخیستنې او په افغانستان کې د عصري مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ (آی ټي ) آسانتیاوو رامنځته کولو او د مخابراتو او انټرنېټ په برخه کې یې ددغه هیواد اړتیاوې له پاکستاني پلاوي سره شریکې کړې.

حقاني زیاته کړې:(( دغه اداره په هېواد کې مخابراتي خدمتونو کنترول پر غاړه لري که د پاکستان اسلامي جمهوریت په دې برخه کې خپلې تجربې له یادې ادارې سره شریکې کړي ګټورې به تمامې شي.))

سرچينه زياتوي: حقاني په بیلابیلو برخو، په ځانګړي ډول د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د ګاونډیو هېوادونو رول ګټور وبللو او د پاکستان هېواد له امنیتي مشاور څخه یې وغوښتل، چې د زیربناوو په برخه کې له دغه هېواد سره مرسته او همکاري وکړي.

د اترا د اعلامیې په اساس، د پاکستان د ملي امنیت مشاور معید یوسف د مخابراتو وزارت او اترا ادارې سرپرست خبرې واورېدې او زیاته یې کړه، چې دوی د افغانستان سره په مختلفو برخو کې همکاریو ته چمتو دي.

معيد یوسف زیاته کړې، چې پر افغانستان د انټرنیټ خرڅلاو د بیو په اړه به بیاځلي کتنه وشي، او د ځینو نورو کړنو په هکله یې په آنلاین بڼه د ځیني پروګرامونه او سافټویرونو وړاندیز وکړ، چې د مخابراتو وزیر له لوري د ګټور تمامیدو په صورت کې له هغې څخه د ګټه اخیستنې سپارښتنه وشوه.

د اترا اعلامیه زیاتوي، چې په مخابراتي سکتورکې د دوه اخیزو همکاریو د لاپراختیا او یو له بل سره د تجربو شریکولو په برخه کې د ګډې کمیټې جوړولو په هکله هم خبرې وشوې.

یو شمېر افغان منتقدینو بیا ویلي، چې پاکستان د افغانستان د مخابراتي سکتور د انحصاري کولو او کنټرول هڅې پیل کړي، چې دغه سفر یې پيلامه وه.

د افغانستان د مخابراتي سکتور يوې سرچينې تاند ته ويلي، چې پاکستان د طالبانو په وسيله د افغانستان مخابراتي کمپنۍ غواړي په زوره له مالکانو وپیري او په پيسو کې يې په ښکاره يا ځینې پاکستان پلوه پانګوال شریک کړي، يا يې د طالبانو حکومت مالک او اصلي ګټه پاکستان ته يوسي.

افغان مخابراتي کمپنۍ هره مياشت په سلګونه میلیونه ډالره عايد لري.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.