يوناما: ط د ځمکې د مخ يوازيني حاکمان دي، چې نجونې زده کړو ته نه پریږدي

تاند:( سې شنبه، د حمل ۱۶ مه) په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه د نجونو د پورته ښوونځيو د تړل کیدو په اړه د طالبانو د پریکړې نن ۲۰۰ ورځې پوره شوې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې دفتر ( يوناما) په دې مناسبت طالبان د ځمکې پر مخ یوازیني معاصر حاکمان ګڼلي، چې د نجونو د زده کړو مخالفت کوي.

يوناما په دې وضعیت خواشيني ښودلې او یو ځل بیا یې له طالبانو غوښتي، چې د نجونو تړلي ښوونځي بېرته پرانیزي.

بل لور ته: د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د سفير مرستيال نن په کابل کې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي او د افغان نجونو د تړلو ښوونځيو د پرانيستلو په اړه یې د دې ټولنې پریکړه لیک ورسپارلی.

د حامد کرزي دفتر وايي: ‏په دې اعلامیه کې د نجونو د تعلیم پر ضرورت او په معناداره توګه په ټولنه کې د ښځو د هراړخیز رول په باب یادونه شوې.

سرچینه زیاتوي، چې کرزي د اروپایي ټولنې د اعلامیې هرکلی او په هېواد کې یې د نجونو د ښوونځیو پر سملاسي خلاصون ټینکار وکړ.

د يو شمېر شنونکو په باور، د اروپايي ټولنې نننی اقدام دا ښيي، چې نړيوال نور له طالبانو څخه ډېر نهيلي شوي او ورباندې بې باوره شي.

په کابل کې د سياسي چارو يو شنونکی، چې د طالبانو له وېرې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، تاند ته وويل چې حامد کرزي ته د طالبانو په ادرس د اروپايي ټولنې د لیک سپارل څرګندوي، چې نړيواله ټولنه نوره له طالبانو سره لږ تر لږه مستقیمو مذاکراتو باندې باور او ورته لېوالتيا نه لري.

طالبانو د نجونو د ښوونځيو په اړه نننيو نړیوالو غبرګونونو ته کومه تبصره نه ده کړې.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.