ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه رد کړه

 

تاند(چهارشنبه، د جدي ۱۰) ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه د ۹۱ کوډ له کبله رد کړه.

د احتیاط کوډ ته ۱۳ ملیارده افغانیو، ۹۱ او ۹۲ کوډونو ته د دوه میلیارده افغانیو، د یو زر او ۱۳۱ ولایتي پروژې ایستل، ولسي جرګې لخوا د دې بودجې د رد کولو لامل بلل شوی دی.

د ولسي جرګې غړي وايي، چې یادو کوډونو ته ددې بودجو لیږدولو لامل معلومه نه دی چې دا پیسې څرنګه مصرفیږي.

ویل کیږي چې ددې بودجې مسوده یوه میاشت وړاندې وروسته له دې چې د کابینې لخوا تاییده شوله، ولسي جرګې ته ولیږدول شوه.

د ملي بودجې په مسوده کې، ۴۵۲ ملیارده او ۶۰۰ میلیون افغانۍ تر نظر لاندې نیول شوي دي چې ۲۹۶.۳ میلیارده يې د عادي بودجې پورې او پاتې ۱۵۶.۳ میلیارده نور يې د پرمختیایي بودجې پورې اړه لري.

دا په داسې حال کې ده چې نږدې شل ورځې مخکې اطلاعات روز ورځپاڼې د یو راپور په خپرولو سره وښودل چې د ۹۱ کوډ څخه په ۱۳۹۸ مالي کال کې د دولت ځینو لوړپوړو مقاماتو د خپلو شخصي لګښتونو لپاره پیسې لګولې وې.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.