ولسمشر غني په ترکیه کې د جوړېدونکي کنفرانس په هکله له مولود چاوش اغلو سره خبرې وکړې

 

تاند (سه شنبه د حمل ۱۰) ولسمشر محمد اشرف غني د اسیا زړه ـ د استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو نهم کنفرانس په څنډه کې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاووش اوغلو سره وکتل.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي چې دغه کتنه د تاجکستان دوشنبې ښار کې د ولسمشر غني په استوګنځي کې نن له غرمې مخکې ترسره شوه.

بیان زیاتوي دواړو لوریو په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي په زیاتېدو اندېښنه وښوده او د افغان سولې په هکله په ترکیه کې د جوړېدونکي کنفرانس د تیاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.

ټاکلې شوې ده چې د افغانستان حکومت او طالب استازو په ګډون د افغان سولې ناسته په راتلونکي اپریل میاشت کې د ترکیې په استانبول کې ترسره شي.

ولسمشر غني د اسیا زړه – استابول پروسې غونډې ته په نننۍ وینا کې وویل، افغان حکومت تیار دی چې د سیمه ییزو پروژو په ترسره کېدو او عملي کېدو کې همکاري وکړي: «د خدای په مرسته پر ترورېزم بریالي کېږو او باعزته او پایداره سولې او ثبات ته به ورسېږو.»

ولسمشر غني وایي، افغانستان کې باید واک د اساسي قانون او د ټاکنو پر اساس ولېږدول شي، طالبان اوربند وکړي او له دغه اوربند څخه باید نړیوال څارنه وکړي.

هغه زیاته کړه، چې سوله د هر افغان اړین ضرورت دی او دی به په دې لاره کې خپلې هڅې دریغ نه کړي، خو د سولې تړون باید د لویې جرګې له لارې تائید شي.

نوموړي وویل، د افغانستان ثبات د ټولو هېوادونو په ګټه دی او هیڅ یو هېواد باید د افغانستان په بې ثباتۍ کې د خپلې ګټې په فکر نه شي.

د ولسمشر غني په خبره تېرې ۴۰ کلنې جګړې وښوده چې د افغانستان ستونزه په جګړه نه، بلکې په خبرو حل کېږي.

همدا راز د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان هم په نننۍ ناسته کې وویل، ۴۰ کاله کیږي چې افغانستان کې جګړه روانه ده نور باید په دغه هېواد کې جګړه پای ته ورسیږي او په وینا یې چې له افغانستان سره مرستې د تاجکستان د بهرني سیاست په لومړیتوبونو کې ځای لري.

امام علي رحمان وویل، افغان حکومت او متحدین یې په دې هڅه کې دي چې په افغانستان کې سوله راشي او په دې تړاو یې له خپلو نړیوالو ملګرو سره خبرې روانې دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.