ولسمشر غني: فساد د هېواد د بې ثباتۍ يو ستر عامل دی

 

کابل(پژواک، ۱۲ سلواغه ۹۵): ولسمشر اشرف غني فساد په هېواد کې د بې ثباتۍ عامل وګاڼه او په ډاګه يې کړه چې دا مهال يې په ملي دفاع وزارت کې اصلاحات رامنځته کړي او دغه مبارزه به نورو برخو ته هم پراخه شي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه پژواک ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر دغه څرګندونې نن د امريکا د متحده ايالتونو سرمفتش جان ساپکو او ملګري پلاوي سره د کنتې پر مهال وکړې.

ولسمشر غني زياته کړې:” افغانان يو خدمتګار، اغېزناک او پاک حکومت غواړي، زموږ ټوله هڅه داده چې د خلکو دغه غوښتنه ترسره کړو.”

هغه ويلي، له فساد سره د مبارزې په برخه کې لومړنۍ هڅې پيل او عملي شوي او حکومت د اداري فساد پر ضد مبارزه کې ټينګه اراده لري.

ولسمشر غني وويل:” فساد د هېواد د بې ثباتۍ يو ستر عامل دی او له دغې پديدې سره جدي مبارزه اړينه ده چې دا مهال د خريداريو په بهير کې په ځانګړي ډول ملي دفاع وزارت کې اصلاحات رامنځته شوي دي چې دغه اقدامات به نورو برخو ته هم پراخ شي.”

په خبرپاڼه کې راغلي چې د امريکا د متحدو ايالتونو سرمفتش جان ساپکو فساد سره مبارزه کې د افغانستان حکومت اقدامات وستايل او هغه په برياليتوب سره د عدلي او قضايي مرکز د کار پيلولو او د فساد پر ضد مبارزه کې د افغانستان حکومت د جدي اقداماتو له امله ولسمشر ته مبارکي ورکړه.

هغه زياته کړه، اداري فساد سره مبارزه کې چې د افغانستان حکومت کوم جدي ګامونه پورته کړي دي، له دغې پديدې سره مبارزه کې د حکومت د پياوړې ارادې او جديت ښودنه کوي، چې دغه برياليتوب د شفافيت بين المللي بنسټ په راپور کې هم منعکس شوي دي.

تېره اوونۍ د شفافيت د نړيوالې ادارې لخوا په خپور شوي کلني راپور کې افغانستان د نړۍ د سترو مفسدو هېوادونو له لېست څخه ويستل شوى او له درېيم مقام څخه اووم مقام ته تللى و.

جان ساپکو ولسمشر غني ته ويلي:” لکه چې تاسې دا ګامونه کافي نه دي بللي، د افغانستان حکومت وروستيو اقداماتو فساد سره د مبارزې په موخه ښه او عملي مسير رامنځته کړى دى. ”

دی وايي، بايد له فساد سره د مبارزې په برخه کې اقدامات زيات شي او په بېلابېلو برخو کې د اصلاحاتو بهير دوام وکړي او امريکا به له اداري فساد سره مبارزه کې د افغانستان حکومت د هر ډول هڅو او اقداماتو ملاتړ وکړي.

د امريکا د متحدو ايالتونو سرمفتش د افغانستان حکومت په غوښتنه د هغو پيسو په اړه هم معلومات ورکړل چې د فساد له لارې پرې بانکونو کې پانګونه شوې ده، ويې ويل:” په دغه برخه کې ارزونې شوې دي چې موږ له ښو پرمختګونو سره مخ شوي يوو.”

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.