ولسمشر غني طالبانو ته؛ بهرنیان وځي اوس څوک وژنئ او څه له منځه وړئ؟

 

تاند (سه شنبه د ثور ۷) ولسمشر محمد اشرف غني په هېواد کې د ملکي تلفاتو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې او وايي چې د ورځې ګڼ شمېر افغانان د طالبانو له لوري د ښخو شویو ماینونو د چاودنو له امله خپل ژوند بایلي.

ښاغلي غني نن سه شنبه/ د ثور ۷/ د اوبو او برېښنا اوونۍ پروګرام ته د خبرو پر مهال وویل چې کلونه مخکې نړیوال حرکت رامنځته شو چې د ماینونو له فرش کولو مخنیوی وشي؛ افغانستان دا هوکړه په ویاړ سره لاسلیک کړه، خو اوس هم په افغانستان کې وحشت روان دی.

د نوموړي په خبره چې د دې وحشت یوه بېلګه د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ ده چې هره ورځ هېوادوال د ماینونو له کبله قرباني ورکوي.

هغه د اوبو او برېښنا اوونۍ پروګرام کې دغه راز وویل، د خوښۍ ځای دی چې نن کندز کې د ارچي او تخار کې د شهروان کانال افتتاح وشوه چې په وینا یې په مرسته به یې چاپېریال پاک، شاړې ځمکې خړوبه، د ځمکې لاندې د اوبو کچه لوړه او دغه راز د موسمي سیلابونو مخنیوی وشي.

نوموړي زیاته کړه، «د خوښۍ ځای دی چې نن کندز کې د ارچي کانال، تخار کې د شهروان کانال، فراه او خوست ولایتونو کې د اوبو رسولو پروژې، ننګرهار ولایت په سب ستیشن کې د پنځم پاور ټرانسفرمر نصبول او ۲۱ ولایتونو کې د اوبو رسولو ۱۲۲ پروژې ګټې اخیستو ته سپارل کېږي.»

ولسمشر په دې پروګرام کې د طالبانو له لوري د ټولګټو پروژو ورانولو ته په اشارې وویل چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره د دغې ډلې ټولې پلمې ختمې شوې دي.

محمد اشرف غني طالبانو ته په خطاب کې وویل، «طالبانو پیغام مو څه دی؟ څوک وژنئ، څه له منځه وړئ، سبا به یې څنګه جوړوئ؟ نور مو پلمه چې تاسې له خارجیانو سره جګړه کوئ، ختمه ده. کله چې بایډن د ځواکونو د ویستو اعلان وکړ، نو موږ وویل چې پرېکړې ته یې درناوی لرو او پر عملي کارونو کار کوو.»

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.