والسټریټ ژورنال: طالبانو د یوې اوونۍ په اوربند هوکړه کړې ده

 

تاند، شنبه، د جدي ۷مه: وال سټریټ ژورنال خبر ورکړی دی چې طالب مشرانو په خپلو منځو کې سره د یوې اوونۍ په اوربند سلا کړې ده.

والسټریټ د یو طالب چارواکي له قوله وايي، طالبانو له چهار شنبې ورځې راهیسې د بلوچستان په کوټه ښار کې له امریکایانو سره د اوربند په تړاو خپلمني ناسته کړې ده چې ټول مشران په کې د یوې اوونۍ په اوربند سلا شوي دي.

راپور وايي، دا اوربند به د نوي کال له پیل سره د طالبانو او امریکا تر منځ دسولې هوکړې لاسلیک ته زمینه برابره کړي.

راپور همدا راز وايي، له اوربند سره سم به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمیر هم مشخص شي او د اتلس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره به تر تړون وروسته بین الافغاني مذاکرات هم پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او امریکا تر منځ د ډسمبر له ۱۳مې راهیسې د نوي کال د رخصتیو لپاره مذاکرات په ټپه درېدلي دي چې زلمي خلیلزاد ورته لنډمهاله وقفه ویلي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.