هند، روسیې او چین د افغانستان پر خرابېدونکي وضعیت اندېښنه ښکاره کړه

 

تاند(جمعه، د عقرب ۲۵مه) د هند، روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو نن / جمعه د افغانستان پر خرابېدونکي بشري وضعیت او د مخدرو موادو د قاچاق پر زیاتېدو اندېښنه ښکاره کړه.

د افغانستان د لوېدیځ پلوه حکومت له پرزېدو وروسته د نړیوالو د ملیاردونو ډالرو مرستو درېدو په دې هیواد کې سخت اقتصادي بحران رامنځته کړی دی.

د هند، روسیې او چین د باندنیو چارو وزیرانو له خپلې انلاین غونډې وروسته په خپله ګډه اعلامیه کې د افغانستان پر خرابېدونکي بشري وضعیت د اندېښنې د څرګندولو ترڅنګ له افغانستان سره د فوري بشري مرستو غوښتنه وکړه.

ایس جې شنکر، سرګی لاوروف او وانګ یې په خپله اعلامیه کې پر طالبانو ږغ کړی چې د افغانستان په اړه د ملګروملتو د پرېکړه لیکونو پایلو ته درناوی وکړي.

درو هیوادونو همداراز ژمنه کړې چې د مخدرو موادو د قاچاق د مخنیوي لپاره به نور اقدامات کوي.

دوی ویلي «له افغانستانه د غیرقانوني مخدرو موادو کاروبار او قاچاق د سیمې امنیت او ثبات ته جدي ګواښ پېښوي او تروریستي ډلو ته مالي امکانات په لاس ورکوي.»

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.