نیویارک ټایمز: استخباراتي ادارې په افغانستان کې د یوه نوي ايتلاف د جوړولو هڅه کوي

 

تاند(جمعه، د ثور۲۴) نیویارک ټایمز ورځپاڼې نن (جمعه) په یوه راپور کې څرګنده کړه چې د لوېدیځ استخباراتي ادارې د افغانستان له حکومته دباندې له نورو ډلو سره اړیکې ټینګوي چې له دې هیواده د خپلو ځواکونو له ایستلو وروسته د تروریزم د خطر په اړه د هغوی په مرسته استخباراتي معلومات ترلاسه کړي.

نیویارک ټایمز وايي، په دې اړه یې د امریکا، اروپا او افغانستان له یو شمېر اوسنیو او پخوانیو چارواکو څخه معلومات ترلاسه کړي دي.

ورځپاڼه زیاتوي، دیپلوماتان وايي، سره له دې چې د افغانستان حکومت او ملي امنیتي ځواکونه خپله دفاع کولی شي خو د لوېدیځ استتخباراتو دا اقدام، چې له حکومته دباندې عناصرو سره تماسونه نیسي، ښايي د دې هدف لپاره وي چې د حکومت د پرزېدو او د کورنۍ جګړې د پیلېدو وېره لري.

ډېر کتونکي فکر کوي چې ممکن افغانستان د نوي یمې لسیزې د کورنۍ جګړو پړاو ته بیا لاړ شي.

نیویارک ټایمز د لوېدیځ د استخباراتي ادارو لپاره په کاندیدانو کې د شمال ټلوالې د پخواني قوماندان احمدشاه مسعود د زوی یادونه کوي، وايي، ۳۲ کلن احمد مسعود یو له هغو کسانو څخه دی چې غور پرې روان دی. ده په وروستیو کلونو کې د هیواد د شمال د دفاع لپاره د بېلابېلو ملېشو د رایوځای کولو لپاره د خپل پلار د کار د احیا کولو هڅې پیل کړي دي.

د نیویارک ټایمز پر اساس، افغان، امریکايي او اروپايي چارواکي وايي، د احمد مسعود او د لوېدیځ د استخباراتي ادارو ترمنځ رسمي همکاري نه شته، خو دواړو خواوو ابتدايي خبرې کړي دي. په عین حال کې د سي آی اې او د فرانسې د (D.G.S.E.) استخباراتي ادارې ترمنځ پر دې په پراخه پیمانه توافق شته چې مسعود استخباراتي معلومات برابرولی شي او د مقاومت پر یوه اغېزمن قوماندان بدلېدای شي.

ورځپاڼه وايي، له احمد مسعود او نورو سیمه ییزو نفوذلرونکو سره تماسونه نیول شوي او په دې کې شک نه شته.

نیویارک ټایمز وايي، لوېدیځ حکومتونه پر طالبانو باور نه لري چې د تروریستانو د مخنیوي په برخه کې به پر خپلو ژمنو ودرېږي.

احمد مسعود خپل وسله وال کسان دوهم مقاومت بولي.

د سي آی اې د ريیس ویلیم برنز په ګډون د دې ادارې چارواکي تاییدوي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د استخباراتي معلوماتو د ټولولو لپاره پر نورو لارو غور کوي.

نیویارک ټایمز وايي، په نولس سوه اتیایمه لسیزه کې فرانسې او بریتانیا د احمدشاه مسعود ملاتړ کاوه خو امریکا ډېر تمرکز په هغو ډلو کاوه چې د پاکستان له استخباراتي ادارې سره نژدې وې. تر ۱۹۹۶ پورې له احمدشاه مسعود سره د سي آی اې اړیکې محدودې وې خو په دغه کال یې د القاعده په اړه د استخباراتي معلوماتو د ترلاسه کولو په بدل کې مسعود ته لوژیستیکي مرستې پیل کړې.

د ورځپاڼې له مخې، سي آی اې د دې لپاره پر مسعود حساب نه کاوه چې نوموړی بې باوره و، د مخدرو موادو کاروبار یې کاوه او په نوي یمې لسیزې کې یې جنګي جنایتونه وکړل او د نورو جګړه مارو په شان یې پر کابل د درنو وسلو په بریدونو کې ډېر شمېر ملکیان ووژل.

ورځپاڼه زیاتوي فرانسه، چې پر احمدشاه مسعود ولاړه وه، اوس باور لري چې د نوموړي زوی به د طالبانو پر ضد د مقاومت قوي جبهه جوړه کړي.

په کابل کې د فرانسې سفیر دیوید مارتینون وايي، په تېرو درو کلونو کې یې احمد مسعود له نژدې څارلی دی او هغه ته یې بلنه ورکړې چې د ولسمشر په ګډون د فرانسې له مشرانو د لیدو لپاره فرانسې ته لاړ شي.

دی همداراز وايي، مسعود ځیرک، صبرناک او خپل هیواد ته ژمن دی.

نیویارک ټایمز وايي، په امریکا کې په دې اړه نظرونه وېشلی دي، ځینې حکومتي شنونکي فکر نه کوي چې مسعود به یو اغېزمن ايتلاف جوړ کړای شي.

د ورځپاڼې له مخې، ښاغلي مسعود، چې د بریتانیا په سنډ هرسټ پوځي پوهنتون کې زده کړې، په وروستیو کې پر ولسمشر غني انتقادونه وکړل او مخکې تر دې چې له امریکا، فرانسې او بریتانیا سره اړیکې ټینګې کړي، له روسیې، ایران او هند سره یې هم تماسونه نیولي دي.

افغان استخبارات داسې اسناد لري چې ښيي مسعود د یوه منځګړي په وسیله له روسیې څخه وسلې رانیسي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.