نړیوالو مرستندویانو افغانستان ته څه باندې ۲ ملیارد ډالره مرسته اعلان کړه

 

تاند- ملګروملتو پرون ناوخته اعلان وکړ چې ۴۱ نړیوالو مرستندویانو له افغانستان سره په ۲۰۲۲ کال کې د ۲ ملیارده او ۴۴ ملیون ډالرو مرستې ژمنه وکړه. دا مرسته تر هغه څه کمه ده چې ملګروملتو یې غوښتنه کړې وه.

په جینیوا کې د ملګروملتو، جرمني، بریتانیا او قطر له لوري د افغانستان د مرستو د نړیوال کنفرانس په پای کې ملګروملتو هیله څرګنده کړه چې د مرستندویانو له لوري اعلان شوې مرستې ژر تر ژره وروسپارل شي ځکه چې په افغانستان کې ملیونونه انسانان له لوږې د مرګ له خطر سره مخامخ دي.

سرمنشي انتوني ګوتریش وویل، په افغانستان کې بشري وضعیت خطرناک حد ته خراب شوی او له مرستندویو هیوادونو غواړي چې له افغانانو سره بې قید و شرطه مرسته وکړي.

د طالبانو له لوري سختدریځو اقداماتو په تېره بیا د نجونو د زده کړو مخنیوي اکثره هیوادونه له افغانستان سره مرستې ته بې مېله کړي دي.

ملګروملتو د افغانستان لپاره د ۴ ملیارده او ۴ سوه ملیون ډالره مرستې غوښتنه کړې وه خو که دې ته وکتل شي چې د اوکراین کشالې د مرستندویو هیوادونو پام ډېر ځان ته اړولی او همداراز په مارچ میاشت کې د یمن له خلکو سره د مرستې په کنفرانس کې تر غوښتل شویو پیسو خورا لږ اعلان شوې، افغانستان ته د څه باندې دوه ملیارد ډالرو بسپنه د پام وړ ده او دا ښيي چې لا هم نړیوالې ټولنې افغانستان هېر کړی نه دی.

له دې کنفرانس سره په یو مهال په چین کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو کنفرانس دایر شو چې د چین او روسیې په شان سترو هیوادنو پکې ګډون درلود خو هیڅ هیواد افغانستان ته د مرستې کوم وړاندیز ونه کړ.

د ملګروملتو سرمنشي د افغانستان د مرستو د کنفرانس په پرانیستونکې وینا کې وویل، د افغانستان اقتصاد له هغه مهاله چې طالبان واک ته رسېدلي، سقوط شوی او اوس ۹ ملیونه افغانان له شدیدې لوږې سره مخامخ دي.

د افغانستان د مرستو په کنفرانس کې تر ټولو ډېره مرسته امریکا اعلان کړه، دغه هیواد د افغانستان د مرستو په کنفرانس کې ۲۰۴ ملیون ډالره مرسته اعلان کړه. ورپسې جرمني د ۲۰۰ ملیون یورو،چې له څه باندې ۲۲۱ ملیون ډالرو سره برابرېږي، اعلان کړه.

ناروې افغانستان ته د مرستو په کنفرانس کې ۷۰۰ ملیون نارویژي کرونه مرسته، چې اتیا ملیون امریکايي ډالره کېږي، اعلان کړه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.