منظور پښتین: د سر په بیه د خپل قوم او وطن ساتنه کوو

 

تاند — د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین یو ځل بیا د پښتنو پر وړاندې د پاکستان پر ظلمونو توندې نیوکې وکړې.

ښاغلي پښتین چې نن چهارشنبه یې د شمالي وزیرستان په دته خېل سیمه کې یوې پراخې ولسي غونډې ته وینا کوله وویل چې پاکستان له کلونو راهیسي د پښتنو پر وړاندې ظلمونه روان کړي دي خو هیچا یې هم پر وړاندې غږ نه دی پورته کړی.

نوموړي وویل، دا غونډه یې د خړ کمر پېښې په یاد جوړه کړې ده او هدف یې دا دی چې یو ځل بیا د پاکستاني استخباراتي ادارو ته ورپه یاد کړي چې دوی د خپل سر په بیه د خپل قوم او وطن ساتنه کوي.

دوه کاله وړاندې په همدې ورځ (د مې۲۱مه) د شمالي وزیرستان دته خېلو سیمې په خړ کمر کې پاکستاني ځواکونو په خلکو ډزې وکړې چې ۱۵ کسان په کې ووژل شول او نږدې ۵۰ نور ټپیان شول.

منظور پښتین زیاته کړه، «نن مونږ يوازې د خړ کمر د شهیدانو او سردار عارف وزير یاد نه تازه کوو ،بلکې مونږ د خپل قام سره کړي خپله هغه ژمنه هم تازه کوو چې د خپل سر په بيه به د خپل قام او وطن ژغورنه کوو.»

نوموړی وايي پاکستاني استخباراتو د نننۍ غونډې د ناکامولو هڅه وکړه خو دوی وتوانېدل چې یوه کامیابه پراخه ناسته ترسره کړي او په خبره یې چې د هغه چا پر وړاندې به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي کوم چې د پښتون قام پرمختګ نه غواړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.