ملګري ملتونه: جینوا کنفرانس کې به مرستندویان له افغانستان سره مرستې کمې کړي

 
تاند(جمعه، د عقرب ۳۰) د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام وایي، د جینوا په غونډه کې به مرستندویان له افغانستان سره مرستې کمې کړي.

افغانستان کې د «یو ‎ان ډي پي» استازی وایي، د مرستو د کمولو لامل به دا وي، چې د کورونا وبا له کبله ناورین د مرستندویه هېوادونو خپل اقتصاد ځپلی، خو د افغانستان مالیې وزارت وایي تر اوسه په جینوا ناسته کې د مرستو کمول نه دي معلوم.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي ویلي، د کورونا وبا له خپرېدو وروسته د نړۍ د هېوادونو داخلي ناخالصو تولیداتو کې شل سلنه کموالی راغلی؛ نو مرستندویه هېوادونه خپلې ډیری سرچینې د کرونا ناروغۍ له امله د منفي اغېزو پر وړاندې پر مبارزې لګوي؛ نو له دې سره به په ژنېف ناسته کې هم له افغانستان سره د کمو مرستو ژمنې وشي.

تر دې مخکې هم له افغانستان سره د نړیوالو د مرستو د کمېدو په اړه بېلابیل راپورونه خپاره شوي؛ خو افغان حکومت لا تر اوسه هم دغه موضوع نه تاییدوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.