ملګري ملتونه؛ افغان سوله کې د خپلو هڅو د دوام ډاډ ورکوي

 

تاند ( یک شنبه، د حمل ۸) افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ویلي، دوی به په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي دیبورا لاینز دا څرګندونې له حنیف اتمر سره په لیدنه کې کړې دي.

بهرنیو چارو وزارت وایي نوموړې دغه راز په ترکیه کې د افغانستان د سولې خبرو لپاره د چمتووالي په اړه د خبرو سربیره، په افغانستان کې د تلپاتې سولې په تامین کې د سیمې او نړیوالې ټولنې رول مهم وباله او په دغه هېواد کې یې د سولې د بريا او اجماع لپاره، د ملګروملتونو د هڅو د دوام ډاډ ورکړی دی.

د سرچینې په خبره، دواړو لوریو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ٢٥١٣ پریکړه لیک پر پلي کیدو هم ټینګار کړی او د افغانستان د خلکو د ارادې پر اساس یې د سولې بهیر د بریا هیله کړې ده.

بل لورته افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم له لوړپوړو ترکي چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

سرچینو ویلي په دې لیدنه کې پر افغان سوله او په دغه هېواد کې پر روان وضعیت خبرې شوې دي.

د سرچینو په حواله په دې لیدنه کې دواړو لورو په استانبول کې د جوړېدونکي کنفرانس په اړه هم خبرې کړې دي او ټینګار شوی چې په دې کنفرانس کې به د افغان سولې د راتګ او روانې جګړې د ختمېدو لپاره هڅه کېږي.

ترکیې ویلي چې په ترکیه کې د سولې غونډه د دوحې بدیل نه بلکې د دغه بهیر بشپړوونکې ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.