ملا حنفي: د صحرايي محکمو، فساد، بې نظمۍ او ګډوډۍ مخه نيسو

 

تاند: ( چار شنبه ، د دلوې شلمه)‏ ‏د طالبانو د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د يوناما دفتر له مرستيال ډاکټر رامیزالاکبروف او مل پلاوي سره په لیدنه کې پر مختلفو موضوعاتو خبرې کړي‌.

‏د طالبانو د اعلامیې له مخې، په دې لیدنه کې مولوي حنفي د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې دفتر ته ډاډ ورکړ چې د دوی حکومت کې هیڅوک د صحرایي محکمې اجازه نه لري او هیڅ فرد ته د تخلف او سرغړونې اجازه نه ورکول کېږي.

ويل شوي، چې نوموړي همداراز د طالبانو د ارګانونو او ملګرو ملتونو د ادارو ترمنځ پر لازیاتې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ، ترڅو د فساد، بې نظمۍ او پراګندګۍ مخنیوی وشي.

دغه لوړپوړي طالب مقام یادې څرګندونې په داسې مهال کړي، چې تېره اونۍ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې د طالبانو حکومت د جمهوري نظام د څه باندې سلو منسوبينو په وژلو او د ښځينه او نورو معترضانو په خپلسرو نیونو تورن او له دې کبله تر نيوکو لاندې راغلل.

طالب چارواکو بيا یاد شوي تورونه ردکړي او بشري او نورو حقونو ته د درناوي ټينګار يې کړی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.