ملا برادر: اختلاف په عزت، حیثیت او موقف رامنځته کیږي، موږ ته دا شيان مهم نه دي

 

تاند: ( سې شنبه، د‌ جدي څوارلسمه) د طالبانو د تحریک سیاسي مرستیال او د رييس الوزرا لومړی معاون ملا عبدالغني برادر له ملي ټلويزيون سره په ځانګړې مرکه کې وويل: خپلمنځي اختلافات په عزت، حيثيت او موقف رامنځته کيږي، خو طالبانو ته دا شيان مهم نه دي، ځکه خو خپلمنځي اختلافات هم نه لري.

هغه په دې مرکه کې له نوم اخيستو پرته په کابل کې پاتې شوي مخکيني چارواکي په جنايت کارۍ تورن او وويل: اشرف غني هسې له هیواده وتلی، موږ نه وژلو، که څوک مو وژلي يا ځورولي وای، کابل کې پاتې چارواکي به مو ځورولي وای، دوی ټول په جنايتونو کې سره شريک وو.

عبدالغني برادر په دې مرکه کې د زده کړو د وضعیت په اړه وويل، چې تعليم په اقتصاد کيږي او د اقتصاد له ښه کيدو سره به تعليمي وضعيت هم ښه شي.

هغه د زده کړو په برخه کې د اخلاقي اصولو په مراعت کولو هم ټينګار وکړ او ويې ويل، چې په دې برخه کې د انديښنو له حليدو سره به د نجونو د زده کړو زمينه برابره شي.

د اقتصادي ستونزو پړه نوموړي پر امريکا متحده ايالاتو واچوله، چې د افغانستان بانکي زېرمې يې کنګل کړي او د نقدو پيسو د کمولو تر څنګ يې نړيوالې ادارې له افغانستان سره د مرستو کمولو ته مجبوره کړي.

د طالبانو د رييس الوزرا مرستيال په عين حال کې وويل، چې افغان سوداګرو سره يې ليدلي او هغوی ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې به خپلو پانګونو ته دوام ورکړي.

ملا غني برادر دا هم وويل، چې افغانستان ته بشري ناورين نه راځي، ځکه د رزق وعده خدای تعالی کړې ده.

هغه له ټولو هېوادونو وغوښتل، چې د اقتصادي وضعيت د ښه کیدو لپاره د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني.

له دې سره یې خبرداری ورکړ، چې د رسميت نه پېژندلو په صورت کې به خلک په پراخه کچه ګاونډيو او نورو هېوادونو ته لاړ او ټولو هېوادونو ته به سرخوږی شي.

ملا برادر د افغانستان معادنونو ته هیله من و، چې د اقتصادي وضعيت په ښه ساتلو کې به مهم رول ولري.

د ده په وينا، خلک دې د نړیوالو بندیزونو دوام ته اندیښنه نه کوي، ځکه هستي او نېستي د خدای تعالی له طرفه ده.

ښاغلي برادر د افغانستان ۹۹ سلنه خلک مسلمانان وګڼل او غوښتنه یې ورڅخه وکړه، چې طالبانو او مشرانو ته یې د خیردعا ګانې وکړي، څو ‌هغوی د شهیدانو یتیمان ښه وپالي.

برادر اخند له خلکو څخه د صبر غوښتنه هم وکړه او زیاته یې کړه، چې د طالبانو مشران په خپلو مجلسونو کې بې اندازې کوشش کوي څو اقتصاد پیاوړی شي.

د اقتصادي ستونزو د حل تر څنګ د بې کارۍ او تعلیم په برخو کې د ستونزو حل ته پاملرنه هم د نوموړي له مهمو ژمنو څخه وې.

ملا برادر په دې مرکه کې د خپلو اولادونو، د هغوی د زده کړو، تعداد او خپلو شخصي ذوقونو او بوختياوو په اړه يوې پوښتنې ته ډېر جزییات ورنه کړل، خو ویې ویل: ۳ زامنو مې دستار بندي کړې ده، مشر يې اوس کوي ځکه په جهاد کې راسره مصروف و، اولادونو او کورنۍ نه په مياشتو- مياشتو ليرې وم او داسې خاص غټې لورانې نه لرم، خو نور بچيان مې کور کې درسونه وايي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.