محب: که طالبانو ولسي بنسټ لرلای، بین الافغاني خبرې به يې جاري ساتلې وای

دآزادی راډیو

د افغانستان حکومت د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تازه په خپل ټویټرپاڼه کې لیکلي، افغانان د ولسواکي په ارزښت او د نظام پر اهمیت پوهېدلي او دده په وینا نور دلته د هېڅ پردۍ اجنډا تطبیق ته موقع نه شته.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکارحمد الله محب
په دې اړه نور:
محب: موقت حکومت د پردیو لاسوهنو د دایمي فُرصت معنی لري
نوموړی وايي: “مؤقت حکومت د پردیو مداخلو لپاره د دایمي فرصت معنی لري، که طالبانو ولسي بنسټ، دیني مشروعیت او کورنی تصمیم لرلای، د سولې بین الافغاني مذاکره به یې د اوربند پر بنسټ جارې ساتله.”
د افغانستان جمهوري ریاست بیا وايي چې اوسنی ولسمشر به د خپلي دورې تر بشپړېدو وروسته ځای هغه کس ته پرېږدي چې د افغانستان د خلکو د رایو پر بنسټ وټاکل شي.

د افغانستان د جمهور رئیس مرستیال ویاند دواخان مینه ازادي راډيو ته وویل، د واک لېږد به د اساسي قانون پر بنسټ ترسره شي.
ښاغلي مینه پال زیاته کړه: “افغانان د یوه اساسي قانون خاوندان دي چې اساسي قانون کې د واک لېږد ډېر واضح تعریف شوی، افغانان د نظام له منځه وړل نه غواړي، د نظام جوړښت افغانانو ته په لوړه بیه تمام شوې، هره پرېکړه به د اساسي قانون له مخې کېږي اساسي قانون د ټولو لپاره یو چتر دی.”

جمهوررئیس غني په اسپین امنیتي مجمع ناسته کې د بېلابېلو مسایلو په اړه د افغانستان لیدلوری بیان کړ
په دې اړه نور:
ولسمشر غني: مؤقتو حکومتونو کې د خلکو وینې تویې شوي او د منلو نه دي
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي مسکو ته په سفر کې په یوه ناسته کې د سولې لپاره د ولسمشر محمد اشرف غني استعفا او په يو ډول مؤقت حکومت ته د واک سپارلو په اړه ويلي دي: “که نن ورځ اشرف غني له جګړې لاس واخلي او ووايي چې استعفا ورکوم او نوي حکومت ته د سولې لپاره قرباني ورکړي، موږ چمتو یو په همدې خاطر مذاکره وکړو، ټیم یې چې انتخاب کړی بشپړ صلاحیت یې نه ده ورکړی.”
خو د سولې چارو کې د افغانستان د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري د شېر محمد عباس ستانکزي دا ډول څرګندونې د مذاکراتو خلاف بولي.

نوموړې زیاتوي: “د مقابل لوري دا څرګندونې د مذاکراتو د اوصولو پر خلاف دي، د دواړو خواو هره غوښتنه باید د مذاکراتو په چوکاټ کې مطرح او پر هغه بحث وشي، سمه خبره دا ده چې مقابل لوری راشي او په رسمي بڼه د اجنډا پر سر مذاکرات پيل کړي.”
‏اغلې انوري زیاتوي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی په لازم صلاحیت او ملاتړ سره په دوحه کې د مذاکراتو لپاره حضور او د رسمي خبرو د پیل لپاره پوره چمتوالی لري.

دا چې د شېر محمد عباس ستانکزي وروستۍ څرګندونې د طالبانو رسمي دریځ دی او که نه؟ ازادي راډیو هڅه وکړه څو په دې اړه د طالبانو د سیاسي دفتر نظر ولري خو، بریالۍ نه شوه.

دا په داسې حال کې ده چې له یوې مودې راهیسې په قطر کې د افغانستان د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ د نامعلوم لامل او تر نامعلوم وخته پورې د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي.

قطر کې د فبرورۍ په ۲۹مه د امریکا او طالبانو د هوکړې لاسلیک غونډه
په دې اړه نور:
د جو بایډن حکومت غواړي د امریکا-طالبانو هوکړه له سره وارزوي
هاخوا دا ځنډ ورسته له هغه کېږي چې د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن ادارې ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ پر لاسلیک شوې هوکړه له سره کتنه کوي، افغان حکومت د امریکا د دغه اقدام هرکلی کړی او طالبانو ویلي چې له امریکا سره کړې هوکړې ته ژمن دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.