مجاهد د تاجيکستان د ولسمشر څرګندونې رد کړې

 

تاند:( چار شنبه، د جدي دوه ويشتمه) د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په افغانستان کې د ۶ زرو بهرنيو جنګياليو د حضور په اړه د تاجيکستان د ولسمشر امام علي رحمان وروستۍ څرګندونې رد کړې.

امام علي رحمان ويلي وو، چې په افغانستان کې تر ۶ زرو پورې بهرني جنګيالي فعال دي، چې د سیمې د هېوادونو امنيت ورسره ګواښل کېږي.

هغه د سیمه ییزو هېوادونو په یوه امنیتي غونډه کې له افغانستان سره پر پوله د یوه پیاوړي امنيتي کمربند د جوړيدو غوښتنه هم کړې وه.

څو ورځې مخکې د قزاقستان ولسمشر او د روسیې د ملي امنيت شورا یوه مقام وویل، چې د قزاقستان هېواد په وروستيو نارامیو کې له افغانستان څخه ورغلو بهرنيو جنګياليو هم رول درلود.

طالبانو بيا وايي، چې د سیمې ټولو هېوادونو ته له افغان خاورې د کوم خطر د نه پیښیدو ډاډ ورکوي.

دوی دغه راز ادعا کړې، چې یو شمېر بهر ته تللي افغانان په دې برخه کې د سیمې د هېوادونو انديښنې د غلطو معلوماتو په ورکولو سره پیدا کوي.

د سیمې له هېوادونو، حتا خپل تر ټولو ستر متحد پاکستان سره هم د طالبانو اړیکې په وروستيو کې ظاهرا ترینګلې شوي دي.

پاکستان څو ورځې مخکې له طالبانو وغوښتل، چې د پاکستاني طالبانو خلاف د عملياتو له ترسره کولو سره ثابته کړي، چې د ترهګرۍ خلاف مبارزه کې ريښتيني او ورته ډلو سره کوم تړاو نه لري.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.