لویه څارنوالي: تېر کال د اداري فساد سلګونه دوسیې څېړل شوي

 

تاند (چهارشنبه د حوت ۶) لویه څارنوالي وایي تېر کال د اداري فساد سلګونه دوسیې څېړل شوي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي نن چهارشنبه په کابل کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال وویل چې تېر کال د فساد ۲۶۶ لویې قضیې او ۱۵۲۵ عادي قضیې څېړل شوي دي.

د ښاغلي رسولي په خبره، د درنو جرمونو له لارې یې د قضیو د څېړلو له درکه د حکومت خزانې ته ۸۳ میلیونه او ۷۱۹ زره افغانۍ او د عادي قضیو له درکه ۳ میلیونه او ۵۴۸ زره افغانۍ د حکومت خزانې ته اضافه کړې دي.

نوموړي وویل، په افغانستان کې د فساد ټولې قضیې څېړل کېږي او هر هغه څوک چې په فساد تورن وي د لویې څارنوالۍ لخوا به تعقیب کېږي او دوسیه به یې څېړل کېږي.

د جمشېد رسولي په خبره، د فساد پر وړاندې مبارزه د حکومت او لویې څارنوالۍ لومړیتوب دی او په دې برخه کې یې پراخ فعالیتونه پيل کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.