له هلمندي ځوانانو وروسته اوس د دیني علماو د سولې کاروان طالبانو ته ځي او اوربند ترې غواړي

 

تاند، یکشنبه، د جدي ۸ مه: د افغانستان د بې طرفه دیني عالمانو د سولې کاروان وايي، ډیر ژر به د سولې او اوربند د ټینګښت لپاره کویټې ، پیښور او قطر ته ولاړ شي.

د کاروان غړو د یکشنبې په ورځ په کابل کې په یوه غونډه کې وویل چې سوله په هیواد کې د جګړې د پای ته رسولو ترټولو غوره انتخاب دی او په دې لار کې به له هیڅ ډول هڅو دریغ ونه کړي.

د بې پرې عالمانو د سولې کاروان له سیاسي ګوندونو ، مشهورو شخصیتونو او ټولو اقشارو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې لپاره هلې ځلې وکړي.

د کاروان غړو د یکشنبې په ورځ د کابل په نبوي جومات کې یوې غونډې ته وویل چې یو پلاوی به یې د سه شنبه په ورځ کندهار ته سفر وکړي او بیا به له طالبانو سره لیدو لپاره کویټې ته ولاړ شي.

د کاروان غړی مفتي محمد بلال وايي: “ډیر ژر به غیر جانبدار افغان عالمان د پیښور ، کویټې او قطر ته ولاړ شي. په دوی کې – طالبان – زموږ خواخوږي ، ښوونکي ، زده کونکي او ملګري دي. هغه حرکت چې موږ پیل کړی دوامداره دی. “

د افغانستان د بې طرفه دیني عالمانو د سولې کاروان یو پنځه ماده ییز پرېکړه لیک هم صادر کړ چې په سمدستي اوربند ټینګار کوي.

په پرېکړه لیک کې دا هم ویل شوي چې د سولې پروسه باید په پروژه بدله نه شي.

په ورته وخت کې د کابل د علماوو شورا رییس مولوي عبدالقادر قانت وویل چې په افغانستان کې امنیتي ، سیاسي او اقتصادي وضعیت مخ په خرابیدو دی او افغانان باید ژر تر ژره باید سولې ته ورسیږي: “موږ ژر تر ژره سوله غواړو، په جګړه کې ښکېلو غاړو ته زموږ پیغام دا دی چې ژر تر ژره د خبرو میز ته راشي او اوربند وکړي، زموږ ځوانان باید خوښ ژوند ولري. نه دا چې د بې کارۍ ، بېوزلۍ او جګړې له لاسه وژل کیږي. “

د دیني عالمانو د سولې کاروان په داسې حال کې جوړ شوی چې تر دې وړاندې د هلمند مشهور د سولې غورځنګ له شاوخوا دوه کالو راهیسې خپل غږ پورته کوي او له ډېرړ ستونزو سره سره یې د افغانستان بیلابیلو ولایتونو ته سفرونه کړي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.