له افغانستان سره د سوداګرۍ د پراخیتا لپاره د امریکا خزانې وزارت جواز صادر کړ

 

تاند(شنبه، د حوت ۷ مه) د امریکا د متحدو ایالتونو خزانې وزارت په افغانستان کې د سوداګرۍ او مالي معاملاتو د پراختیا لپاره یو نوی جواز صادر کړ.

په دغه جواز کې چې، د جمعې په ورځ د خزانې وزارت د بهرنیو پانګو د کنټرول ادارې صادر کړی، د افغانستان له حکومتي ادارو سره راکړه ورکړه شامله ده.

دا جواز نړیوالو مرستندویو ادارو او خصوصي شرکتونو ته لار هواروي د افغانستان د حکومت مالي ادارو (بانکونو) ته پیسې انتقال کړي.

د متحدو ایالتونو خزانې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې پریکړې هدف دا دی چې پر طالبانو د امریکا بندیزونه له افغانانو سره د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د هلو ځلو مخه ونه نیسي او د افغانستان اقتصاد له سقوط کېدو وژغوري.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د امریکا د خزانې وزارت د طالبانو له حکومت سره راکړې ورکړې ته جواز نه ورکاوه.

په بیان کې راغلې دي چې واشنګتن د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره له خصوصي سکټور، نړیوالو شریکانو او متحدانو او مرستندویه موسسو سره کار کولو ته ژمن دی.

د متحد ایالتونو د خزانې وزارت مرستیال (والي اډیمو) وویل، متحد ایالتونه به له افغانستان سره بشري مرستو ته ادامه ورکړي او په دغه هیواد کې به د سوداګرۍ او مالي هلو ځلو په برخه کې د اسانتیاوو د برابرولو لپاره هڅې وکړي.

رویټرز اژانس څرګندوي چې په دې جواز کې دا څرګنده ده چې د متحد ایالتونو بندیزونه به پر طالبانو په خپل حال وي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.