قریشي: د امریکا نوی حکومت دې طالبانو سره د سولې پر هوکړې ودریږي

دآزادی راډیو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر لومړنی لوړ پوړی پاکستانی چارواکی دی چې د امریکا له نوي حکومته له طالبانو سره د سولې د شوې هوکړې پرځای کول غواړي.

شاه محمود قریشي له الجزیرې ټلوېزیون سره په یوه تازه مرکه کې ویلي چې حکومت يې هیله لري چې امریکا به د افغانستان په چارو کې په پراخه توګه ښکېل پاتې شي.

ښاغلي قریشي تینګار کړی چې د امریکا نوی حکومت باید له طالبانو سره په شوې هوکړه ودریږي.

نوموړي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې لویه لاسته راوړنه بللې او ویلي یې دي چې پاکستان په کې لوی لاس درلود.

افغان حکومت تازه د ښاغلي قریشي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو تېره ورځ د افغانستان د سولې د مرکچي پلاوي یوه غړي مولوي عطا الله لودین ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې هغه تړون تر ډېره طالبانو ته امتیازات ورکړي وو او افغان حکومت په کې ظاهراً یوې څنډې ته شوی.
نوموړي وویل، دوی تمه لري چې د امریکا نوی حکومت به دا هوکړه له سره وارزوي.

دغه شان افغان ولسمشر محمد اشرف غني له دې وړاندې له ‘سي.اېن.اېن’ ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي و چې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه روښانه نه ده.

ښاغلي غني دا هم ویلي و چې که د امریکا نوی حکومت له افغانستانه سرتیري وباسي، نو باید دوه اړخیزې ګټې باید په کې په نظر کې ونیول شي.

څو ورځې وړاندې د امریکا د نوي ولسمشر له خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته نوماند انتوني بلېنکن د امریکا سنا جرګې ته وویل چې دوی به دا هوکړه له سره ورازوي.

قطر کې د فبرورۍ په ۲۹مه د امریکا او طالبانو د هوکړې لاسلیک غونډه
په دې اړه نور:
د جو بایډن حکومت غواړي د امریکا-طالبانو هوکړه له سره وارزوي
نوموړي ویلي، غواړي پوه شي چې دې تړون کې د څه په اړه خبرې شوي؟

ښاغلی بلېنکن ویلي، که د دې هوکړې له لارې تېرې لاسته راوړنې خوندي نه‌شي، هېڅ پایله به ونه‌لري.

خو وسله وال طالبان له امریکا سره د شوې هوکړي عملي کېدل د افغان جګړې د پایته رسېدو لپاره مهم بولي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم تېره ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې اساسي ستونزه د یادې ډلې او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې نه پلي کول دي.
نوموړي ویلي: “د ستونزو د حل لار د هوکړې عملي کول دي، د بندیانو خوشې کېدل او د تورو لېسټونو له منځه وړل د هوکړې مادې دي. ”

د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې ټول جزئیات لا هم روښانه نه‌دي، خو هغه څه چې رسنیز شوي:

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.