غزل – عبدالباري جهاني

 

 
نه مي غشي د بڼو تر زړه وتلي
نه د تُرکو په خنجر مي پرې دي ولي
په پردي تور مي ګرېوان څيروي خلک
څوک پوښتنه له چا نه کوي چي ولي؟
څه نامرده زمانه څه یې رواج دی
په خپل کور کي مو مېلمه په کاڼو ولي
مېړه هرکله د کاڼو په نښان وي
د سنګسار میدان ته نه ورځي ناولي
دا بازار دی د رنګونو دوه رنګیو
سپین کالي په ښار کي نه پرېږدي ښاغلي
اوس به څوک د ګودرونو کیسه سره کي
چي کیږدۍ ورنه کوچېږي ډلي ډلي
چي مي نه وژنې خالقه زه پوهېږم
پر پښتو دي پېرزو کړي زما غزلي
جهاني لاس به د چا په ګرېوانه کړو
چي یاران له غلیمانو سره ملي
۹-۱-۲۰۱۷
ویرجینیا

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.