ط البانو بې ږیرې او لونګۍ مامورین ادارو ته پرې نه ښودل

تاند(دوشنبه، د حمل ۸ مه) د طالبانو د امربالمعروف وزارت وسله والو نن (دوشنبه) د ټولو دولتي ادارو په دروازو کې د هغو کسانو مخه ونیوله چې اوږدې او ببرې ږیرې یې نه لرلې او د کمیس پرتوګ پر ځای یې پتلون اغوستی و.

رویټرز خبري اژانس ته درو سرچینو ویلي چې د امربالمعروف وزارت ټولو دولتي کارکوونکو ته ویلي چې ږیرې ونه خرېي، کمیس – پرتوګ واغوندي او لونګۍ یا خولۍ پر سر کړي.

سرچینو همداراز ویلي چې دولتي مامورینو ته ویل شوي چې سر له نن څخه هیڅوک بې ږیري، بې لونګۍ او کمیس پرتوګه دولتي ادارې ته ننوتی نه شي او که چا بیا هم دا امر ونه مانه له دولتي ادارې څخه به منفک شي.

طالبانو له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې د واک په موده کې دې ته ورته بدوي اقدامات کول خو په وروستیو دوو لسیزو په تېره بیا په وروستیو څو کلونو کې د دې ډلې یو شمېر پلویانو ادعا کوله چې طالبان اصلاح شوي او اوس له مدنیت او تمدن سره څه نا څه بلد شوي دي.

خو اوس چې دا ډله فکر کوي بشپړ واک یې ترلاسه کړی او عملاً کومه ډله یې په وړاندې جګړه نه شي کولی، د نوي یمې لسیزې په شان اقدمات یې په تدریج پیل کړي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.