طالبان وايي، ولسمشر غني او د هغه مرستیالانو ته یې هم «عفوه» کړې

 

تاند (یکشنبه د سنبلې ۱) طالبان وايي ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه دواړو مرستیالانو امرالله صالح او سرور دانش ته یې «عفوه» کړې ده.

د ایران انټرنېشنال ټلوېزیون وايي، د طالبانو یوه لوړ پوړي چارواکي خلیل حقاني پاکستاني رسنیو ته ویلي چې د ولسمشر اشرف غني، امرالله صالح او سرور دانش په ګډون یې ټولو پخوانیو چارواکو ته «عفوه» کړې او بیرته یې افغانستان ته د راتګ بلنه ورکړې ده.

خلیل حقاني ویلي چې طالبان له محمد اشرف غني او امرالله صالح سره دښمني نه لري.

ولسمشر غني د تېرې یکشنې په ورځ وروسته له هغه چې طالبان د کابل دروازو ته ورسېدل له افغانستان څخه ووت.

ښاغلي غني له افغانستان څخه تر وتو څلور ورځې وروسته په خپله فېسبوک پاڼه په یوه ویډیو کې ملت ته په وینا کې وویل چې په متحده عربي امارتو کې دی.

ولسمشر غني وویل د یوې لوې توطیې او د یوې غمیزې د رامنځته کیدو د مخنیوي لپاره چې په وینا یې «د افغانستان تاریخي دښمن» په کې لاس درلود د افغانستان نه وتلو ته اړ شو.

ولسمشر غني وویل، «ماسپښین [یکشنبه اګست ۱۵] د دفاع وزارت ته روان وم چې د کابل ښار د نظم لپاره د سوق او دفتر ته لاړ شم.ناڅاپه زما امنیتي مسولین ددې لپاره راغلل چې یوه لویه دسیسه شنډه کړي، زه یې له ساحې وایستلم.»

هغه ویلي چې سره له دې چې طالبانو ژمنه کړې وه چې کابل ته نه داخلیږي ددې ډلې غړي د یکشنبې په ورځ د ارګ په شاوخوا کې ځای پر ځای شوي وو او افغان امنیتي مسولینو د امنیت د تامینولو توان له لاسه ورکړی و.

ښاغلي غني همداشان وویل، یا باید پاته شوی وای او د کابل د ویجاړې او وینې تویدنې شاهد وای او یا هم باید له هیواده وتلی وای: “څو دقیقې وروسته له هغې چې مجبور کړای شوم چې له کابل ووځم طالبان او ناپیژندل شوې څیرې چې زمونږ د هیواد په ژبو بلد نه وو ارګ ته دننه شول. ارګ ته [د طالبانو] د رسیدو په لار کې هیڅ ډول مقاومت ونشو، هغوی اتاق په اتاق ګرځیدل چې ما پیدا کړي.”

د طالبانو له لورې د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله په دار کولو ته په اشارې ښاغلي غني وویل: «تصمیم دا و هغه څه چې ۲۵ کاله مخکې په افغانستان کې پیښ شوي وو تکرار شي. که زه پاته شوی وای یو ځل بیا د افغانستان جمهور رئیس د افغانانو د سترګو په وړاندې په دار ځړول کیده او یا هم یوه لویه له شرمه ډکه تاریخي فاجعه تکرار کیدله. تاسو ته معلوم دي چې زه د باعزته مرګ نه یم ډاریدلی او نه هم ډاریږم، خو د افغانستان بې عزتي راته د منلو وړ نه وه او نه ده.»

د یادونې ده چې د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې په خپل پلارني ټاټوبي پنجشېر ولایت کې دی او هېڅکله له طالبانو سره یوه مېز ته نه کېني.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.