طالبان خبریالانو ته: بې طرفه اوسئ، یو اړخیز نشرات مه کوئ

 

طالبانو افغان رسنیو او خبریالانو ته خبرداری ورکړی دی چې که چېرته خپله بې طرفي ونه ساتي نو د دوی پر وړاندې د هر اقدام پړه به یې هم پر خپله غاړه وي.

د دې ډلې د نظامي چارو ویاند ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبه/ د ثور ۱۵/ پر خپل ټویټر لیکلي چې له څو ورځو راهیسي په یو شمېر رسنیو کې د حکومت د استخباراتي کړیو په اشاره د دوی پر ضد پروپاګند او یو اړخیز نشرات کېږي.

د نوموړي په خبره، «له څو ورځو راهیسې موږ د ځينو رسنیو د پروپاګند او یو لوریزو نشراتو شاهدان یو. رسنۍ او خبریالان باید هوښیارې و اوسي، خپله بې طرفي حفظ کړي.»

هغه ګواښ کړی چې که خبریالان او رسنۍ خپله بې طرفي ونه ساتي نو د راتلونکو اقداماتو مسؤلیت به یې پر خپله غاړه وي.

طالبان دا خبرداری وروسته تر هغه ورکوي چې څو ورځې مخکې یو شمېر رسنیو د یو بهرني اژانس په حواله راپور ورکړی و چې طالبانو د دوحې تر هوکړې وروسته په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د اډو ساتنه کړې ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.