طالبانو ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر خبرداری

 

تاند(دوشنبه، د جوزا ۳) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وايي، مسکو د طالبانو تحریک ته خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د واک د انحصار هڅه ونه کړي.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، لاوروف له (Argumenty i Fakty) ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل«موږ دا خبره د طالبانو غړیو ته په زغرده کړې چې موږ د دوی له لوري د واک د انحصار کولو مخالف یوو.»

د لاوروف په وینا، په دې اړه اندېښنې چې ممکن طالبان واک ترلاسه کړي، لومړی د لوېدیځو کتونکو له لوري څرګندې شوې، که څه هم یو خو طالبانو داسې ارادې رد کړي او بل د افغانستان سیاسي قوتونه به په زور د و اک ترلاسه کېدو ننګه ونه کړي.

د اپریل په ۱۴ د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې درست امریکايي پوځیان د سپټمبر تر یوولسمې له افغانستانه باسي، د بایدن له دې اعلانه وروسته له یوې خوا طالبانو جګړې ته نور هم زور ورکړ او له بلې خوا ګڼو لوېدیځو شنونکو د جګړې له لارې واک ته د طالبانو د رسېدو احتمال مطرح کړ.

خو یو شمېر نور شنونکي بیا وايي، د امریکا له لوري د ځواکونو د ایستلو اعلان د طالبانو جنګي مورال غښتلی کړی خو ډېر احتمال شته چې د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د دولتي ځواکونو روحیه څو برابره غښتلې شی.

دوی په دې برخه کې له افغانستانه د شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو وروسته پر جلال اباد د مجاهدینو پراخو حملو او ماتې ته اشاره کوي چې له کبله یې د دولتي ځواکونو روحیه ډېره لوړه او د مجاهدینو مورال مات شو.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.