ستانکزی: د ټاپي پروژې چارې په راتلونکي سپټمبر کې پیلیږي

 

تاند:( يکشنبه، د جدي نولسمه)‏‏ د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شیر محمد عباس ستانکزی وايي، چې د ټاپي پروژې چارې په راتلونکي سپټمبر میاشت کې پیلیږي.

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې ستانکزي ته دا خبره د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وفا حاجيوف د پرونۍ لیدنې پر مهال کړې ده.

سرچينه وايي، چې ترکمنستاني مقام په دې ليدنه کې د افغانستان د سراسري امنيت په ټينګښت خوښي ښودلې او په راتلونکي سپټمبر کې يې د ټاپي پروژې د کار د پيل خبر ورکړی.

طالبان وايي، چې په دې لیدنه کې د يادې پروژې د کار په ارزښت او دوه اړخيزو همکاريو بحث او خبرې شوي.

‏طالب لوري په دې لیدنه کې له افغانستان سره د ترکمنستان د مرستو مننه کړې او د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان ترمنخ ترانزیتي لاره د مرکزي او جنوبي اسیا لپاره مهمه ګڼلې ده.

سرچينه زياتوي، چې طالب او ترکمنستاني لوري همدا شان د مالياتي معافيت، د پروژو د ځمکو د استملاک او د افغانستان، پاکستان او ترکمنستان د ترانزیتي دهليز او درې اړخيزو تعارفو او هوکړه لیکونو په اړه خبرې شوي.

طالبانو له پاکستان او ترکمنستان سره د نویو اقتصادي پروژو په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.