روسیه د طالبانو لپاره په پاکستان کې د رسمي دفتر د پرانستل کېدو غوښتنه کوي

 

تاند- راپورونه وايي، روسیې، چین او پاکستان موافقه کړې چې په پاکستان کې دې وسله والو طالبانو ته رسمي دفتر جوړ شي. ویل شوي چې روسیه په ځانګړې ډول په پاکستان کې طالبانو ته د دفتر پر پرانستل کېدو اصرار کوي.

که څه هم طالبان په ۲۰۰۱ کې له افغانستانه له تېښتې وروسته په پاکستان کې اوسي او هلته دفترونه، محکمه او شورا لري خو دا لومړی ځل دی چې په پاکستان کې د دې ډلې لپاره د قطر په شان د ښکاره دفتر د جوړېدو خبره کېږي.

د افغانستان ګڼو رسنیو د باوري سرچینو په قول ویلي چې د روسیې، چین او پاکستان په وروستۍ درې اړخیزه غونډه کې طالبانو ته د یوه نوي سیاسي دفتر د جوړېدو او یا له قطره یوه بل هیواد ته د دوی د سیاسي دفتر د لېږدېدو پرېکړه شوې ده.

طالبان حاضردمه د قطر د دفتر ترڅنګ په پېښور او کوټه کې شوراوې لري او یو شمېر مشران یې په کراچۍ کې مېشت دي.

ایراني خبري اژانس تسنیم هم تایید کړې چې له قطر څخه د طالبانو د اوسني دفتر د انتقال او یا دې ډلې ته د یوه نوي سیاسي ادرس د جوړولو لپاره پاکستان د کوربه هیواد په توګه په پام کې نیول شوی دی.

دا اژانس وايي، روسیې، پاکستان او چین د مسکو په غونډه کې له سلامشورو وروسته په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر له سیاسي مشروعیته بې برخې وباله.

دا په داسي حال کې ده چې پخوا طالبانو په ځلونو ویلي چې د قطر دفتر د دوی استازیتوب کوي او هره پرېکړه چې دغه دفتر کوي، دوی ته د منلو ده.

د قطر دفتر له امریکا سره مخامخ خبرو ته چمتووالی ښودلی و.

په همدې حال کې په وروستیو کې د افغانستان د حکومت او مدني ټولنو استازو څو ځلې د قطر د دفتر له غړیو سره کتلي او د سولې په اړه یې ورسره خبرې کړي او دې مسلې د پاکستان غوسه پارولې ده.

راپورونه وايي چې روسیه په ځانګړي ډول په پاکستان کې د طالبانو د رسمي دفتر د برتانستنې غوښتونکې ده.

روسي چارواکي د طالبانو د ملاتړ په اړه ظاهراً دا دلیل وړاندې کوي چې دا ډله د داعش پر ضد جګړه کوي او د داعش مخه نیولی شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.