د یخي پر سر په شخړه کې ۴ تنه ووژل شول
تاند- د وسله والو طالبانو او داعشیانو د انتحار او انفجار ترڅنګ روژه هم لږترلږه د ۴ افغانانو د وژل کېدو پلمه شوه.
په ننګرهار کې چارواکي وايي چې پرون /یکشنبه/ د یخي پر سر د دوو کورنیو ترمنځ په شخړه کې د یوې ښځې په شمول ۴ تنه ووژل شول.
د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي رسنیو ته وویل چې دا پېښه په چپرهار ولسوالي کې وشوه.
ده زیاته کړه، د ملا رقیب او سید ملا جان د کورنیو ترمنځ د چپرهار په للمۍ سیمه کې د یخي پر سر شخړه راغله او پر یو بل یې ډزې وکړې.
د خوږیاڼي په وینا په ډزو د دواړو کورونیو لږترلږه ۴ تنه وژل شوي دي.
په وژل شویو کې ۳ تنه د ملا رقیب د کورنۍ دي او یوه ښځه د سید ملا جان د کورنۍ ده.
په روژه کې ډېر ځلي د یخي پر سر په تودو ولایتونو کې جنجالونه کېږي. د تېر کلونو په پرتله سږ کال روژه په داسي وخت کې برابره شوې چې هوا زیاته توده ده.
د ننګرهار د والي ویندوی وايي چې د شخړې اصلي عاملان تښتېدلي خو د هغو د نیولو لپاره هلې ځلې روانې دي.
نظرات بسته شده است.