د کورونا درېیمه څپه؛ ښايي په یو شمېر ولایتونو کې محدودیتونه وضع شي

 

تاند (چهارشنبه د جوزا ۱۹) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، ډېر ژر به په هغو روغتونونو کې د اکسیجن د کمبود ستونزه حل کړي، چې پر کورونا اخته ناروغان پکې بستر دي.

ددغه وزارت سرپرست وحید مجروح نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال وویل، د یو شمېر ولایتونو په روغتونونو کې یې له وړاندې د اکسیجن د تولید دستګاوې فعالې کړې او په نږدې لسو نورو ولایتونو او روغتونونو کې به تر یوې اونۍ پورې نورې دستګاوې هم فعال کړي.

د ښاغلي مجرو په خبره، د اکسیجن د تولید دغه دستګاوې یې له بهرنیو هېوادونو پېرلې او یا هم مرسته ور سره شوې ده.

نوموړي وویل، د کورونا ناروغۍ ګواښ ورځ تر بلې په ډېرېدو دی او راتلونکې څلور اونۍ لا ددغه ویروس اوج ته رسېدو لپاره پاتې دي.

وحید مجروح په ټولو هېواد والو غږ وکړ چې د عامې روغتیا وزارت روغتیایي سپارښتنې په جدي ډول مراعات کړي څو ځان او د کورنۍ غړي یې له دې ناروغۍ وژغورل شي.

د عامې روغتیا وزرات سرپرست زیاته کړه چې په ورستیو څو ورځو کې د کورونا د مثبتو پېښو په شمېر کې هېڅ کموالی نه دی راغلی او ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې ده.

د هغه په خبره چې د کورونا چټک معاینات پیل شوي چې هره ورځ له زرو څخه تر ۳ زرو پورې د کورونا معاینات ترسره کېږي.

نوموړي وویل، کابل، بغلان، کندز، قندهار، هلمند، ارزګان، میدان وردک، پنجشېر، فاریاب او بادغیس هغه ولایتونو دي چې د کورونا پېښې په کې زیاتې شوي دي او ښايي چې په دغو ولایتونو کې محدودیتونه وضع شي.

وحید مجروح وویل چې د عامې روغتیا وزارت د روان حالت د کنټرول لپاره بشپړ تیاری لري، خو خلک باید د روغتیا پالانو روغتیايي سپارښتنې عملي کړي او بابېزه یې ونه ګڼي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.