د چین پوځ: امریکا خپله جګړه پای ته رسوي خو د افغانانو جنګ په خپل حال پرېږدي

 

تاند(شنبه، د ثور۱۸) چین وايي، امریکا په افغانستان کې خپله شل کلنه جګړه پای ته رسوي خو د افغانانو جنګ پر خپل حال پرېږدي.

د چین پوځ په خپله چاینا ملیټري کې لیکلي، د ځواکونو ایستل اسانه کار دی، خو په افغانستان کې د سولې راوستل اسانه نه دي.

دې خپرونې په خپله سرمقاله کې همداراز ویلي، سپینه ماڼۍ لېواله ده چې په افغانستان کې خپله شل کلنه جګړه ژر پای ته ورسوي خو په افغانستان کې امنیتي تشه پرېږدي چې تقریباً ډکول یې ناممکن دي.

چاینا ملټري زیاتوي، د اپریل له ۱۴ څخه، چې سپینې ماڼۍ له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پلان اعلان کړ، طالبانو د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې حملې پیل کړې چې له کبله یې ۲۲۶ تنه ملکیان او پوځیان وژل شوي دي. اوس د خرابېدونکي امنیتي وضعیت له درکه نه یوازې عام افغانان اندېښمن دي، بلکې د دغه هیواد د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم اندېښنه ښيي چې طالبان به تشدد ته نور هم زور ورکړي او هر افغان به په نښه کړي.

چاینا ملټري، چې د چین د پوځ نشراتي اورګان دی، په دوام کې لیکلي، ښکاره ده چې د امریکايي پوځیانو وتل به نه یوازې تروریستي ډلو ته فضا پرانیزي چې د خپل فعالیت ساحه او نفوذ پراخ کړي بلکې په افغانستان کې به د بېلابېلو خواوو په منځ کې انډول له منځه یوسي او دا هیواد به په یوه خورا خونړۍ او بې رحمانه کورنۍ جګړه کې ښکېل کړي.

د چین د پوځ نشریه وايي، امریکا هڅه کوي چې طالبان د افغانستان له حکومت سره خبرو ته کښېنوي چې په خپل منځ کې جوړجاړی وکړي خو طالبان لېوالتیا نه ښيي او له همدې کبله د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي.

چین سره له دې چې په خپل ګاونډ کې د امریکا له حضوره ناراضه ښکارېده خو داسې ښکاري چې دا هیواد هم نه غواړي چې په افغانستان کې بیا خونړۍ کورنۍ جګړې پیل شي ځکه چې د بېلابېلو هیوادونو ترهګرو ډلو ته موقع په لاس ورځي او یو وار بیا د نورو هیوادونو پر ضد د افغانستان له خاورې کار اخلي.

د طالبانو د قطر د دفتر مرستیال عباس ستانکزي پرون په برلین کې د اروپايي اتحادیې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، بریتانیا، امریکا او د ناټو د استازو غونډې ته د ویدیوکنفرانس له لارې وویل چې طالبان سولې ته ژمن دي خو له نورو ډلو سره ګډ حکومت نه جوړوي ځکه چې دا ډول حکومتونو په افغانستان کې نتیجه نه ده ورکړې.
طالبانو له انتخاباتو سره هم مخالفت کړی دی.
دې ته ورته خبرونه

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.