د څار ځینې ټاکنیز بنسټونه: د ثبت شویو شکایتونو څېړلو لپاره باید لازم وخت مشخص شي

دآزادی راډیو

پر ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه وایي، د شکایتونو کمېسیون دې ثبت شویو شکایتونو ته د څېړلو لپاره د اړتیا وړ لازم وخت مشخص کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له دې څرګندونو ورسته چې، په ټاکل شویو پنځلسو ورځو کې ټولو شکایتونو ته رسېدنه نه شي کولای، اوس پر ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه وايي، دغه کمېسیون دې څرګنده کړي، چې په څومره موده کې ټولو شکایتونو ته رسېدنه کولای شي.

د رڼو ټاکنو بنسټ یا ټیفا غړې صغرا سعادت د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: “که د شکایتونو څېړل لا نورو وخت هم غواړي، دغه کمېسیون باید له وړاندې وخت مشخصه کړي، چې څومره نور وخت غواړي؟ دوی دې یوه نېټه په ډاګه کړي، چې خلک پوه شي دغه کمېسیون په ټاکلې موده کې کولای شي د شکایتونو پایلې اعلان کړي.”

اغلې سعادت وایي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون باید د وخت له ضایع هم مخنیوی وکړي.

له دې سره د ازادو او عادلانه ټاکنو د څار بنسټ یا فیفا اجرائیوي مشر یوسف رشید وایي، د شکایتونو د اورېدو کمېسیون ته پکار ده چې خپل ظرفیت لا زیات کړي.
د ښاغلي رشید په خبره، د پروسې ځنډ به اندیښنو او شکونو ته زمینه برابره کړي: “زمونږ اندېښنه هم همدا ده چې د شکایتونو کچه ډېره ده، نو شکایتونو کمېسیون ته په کار ده چې خپل تخنیکي ظرفیت په هغو ولایتونوکې چې شکایتونو په کې زیات دي، ډير کړی خو که چېرې دا پروسه نوره هم ځنډېږي، خامخا به د پروسې اوږدوالی اندېښنو او شکونو ته زمینه برابره کړي.”

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون یو غړی محمد قاسم الیاسي د شنبې د ورځې په سهار ازادي راډیو سره په خبرو کې دا تائید کړه چې شکایتونه ډېر دي او په ټاکلې موده کې یې څېړل ناشوني دي.
مخکې له دې یو شمېر رسنیو د کمېسیون د نورو چارواکو په حواله دا خبره راخیستې وه.

د ټاکنو شکایتونو د کمېسیون په خبره، د ټول هېواد په کچه له دوی سره ۱۶۵۰۰ ټاکنیز شکایتونه ثبت شوي، چې ډيری برخه یې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې دي.

دا شمېر شکایتونو په درې ورځو کې له ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون سره ثبت شوي دي او یاد کمېسیون د دغه بهیر تر پیل دمخه ویلي وه چې دا لومړی پړاو څېړل به پنځلس ورځې ونیسي.

په ورته وخت کې یو شمېر مخکښ ټاکنیز ټیمونه هم په دې اړه خپلې خبرې لري.

د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي ټاکنیز ټیم غړي رضوان مراد ازادي راډيو ته وویل، د شکایتونو کمېسیون دې د وخت د مدیریت لپاره هغه شکایتونه وڅېړي چې حقیقي وي.

هغه زیاته کړه: “مونږ مخکې هم ویلي وه چې شکایت د شکایتونه لپاره شوي په دې معنا چې په زرګونه شکایتونه ځکه شوي چې وخت ضایع کړل شي او لکه چې په لومړنیو پایلو کې ځنډ راغلی دغه شان نور ځنډ هم رامنځته شي، کره او مستند شکایتونو څېړل خپل وخت لري او مونږ ډاډ یو چې د شکایتونو کمېسیون به یې څېړي، خو هغه شکایتونه دې وڅېړل شي چې د ارزونې وړ وي.”

ښاغلی مراد وایي، د شکایتونو کمېسیون باید په ډېردقت او د طرز العمل په نظر کې نیولو سره خپلې چارې مخته یوسي.

خو د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې ویاند فریدون خوځون بیا وايي، د دوی له خوا ټول ثبت شوي شکایتونه مستند دي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې ویاند فریدون خوځون
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې ویاند فریدون خوځون
هغه زیاتوی: “زمونږ لپاره مهم د ټاکنو روڼوالی دی ان که د مهالوېش په نقض هم تمامېږي، زمونږ تمه دا ده چې شفافیت ته لومړیتوب ورکړل شي، مونږ شاوخوا ۸۰۰۰ شکایتونه ثبت کړي چې غوڅ اکثریت جوړوي، موږ ټول شکایتونه مستند کړي په دې کې داسې شکایتونه هم دي چې ګواکې د ټاکنو د رایو برخلیک هم بدل کړي.”

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تېر ماښام ازادي راډيو ته وویل، چې تر دې دمه په درې ولایتونو کابل، تخار او بامیانو کې د شکایتونو د څېړنو او ډلبنډۍ بهیر پیل شوی، او پاتې نورو ولایتونوکې به په لنډه ورځو کې دا بهیر پیل شي.

 

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.