د ټولنیزو رسنیو کاروونکو “د جګړې ضد ملي کمپاین” پیل کړی

 

تاند ( یک شنبه، د جوزا ۲۳) د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکو د جګړې ضد ملي کمپاین پيل کړی.

د ټولنیزو رسنیو فعالان وايي، چې له یوې خوا د سولې پروسه پڅه روانه ده او له بلې خوا جګړه هره ورځ زور اخلي او د سلګونه بېګناه افغانانو ژوند په کې قرباني کیږي.

‏دوی زیاتوي چې دا رسنیز کمپاین د هېواد له ګوټ ګوټ څخه ولسونه، همغږي کوي، چې د سولې په اړه خپلې اندېښنې، غوښتنې سره شریکې کړي.

فعالان زیاتوي، چې دا به د پراخه ولسي فشار لامل شي او د سولې پروسې اړخونه به پایلو ته د ګړندي رسېدلو لپاره وهڅوي او د هر افغان خوب په ریښتیا بدل شي.

په دې کمپاین کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه ځوانان او فعالان برخه لري.

د دې کمپاين ګډونوالو په خپلو پاڼو لیکلي: « هېواد کې ټولې بدبختۍ جنګ زېږولي، نو راځئ خپل حالت خپله بدل کړو.»

دا کمپاین داسې مهال پيلېږي چې په دې وروستیو کې په هېواد کې جګړې سخت زور اخیستی او هره ورځ له بېلابېلو ولایتونو د جګړې راپورونه ورکول کېږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.