د ولسي جرګې نوماندانو ټاکنيز کمپاين پيل کړ

 

کابل (پژواک، ٦ تله ٩٧): له مهالوېش سره سم د ولسي جرګې نوماندانو د خپلو انځورونو او شعارونو په نصبولو سره ټاکنيز کمپاين پيل کړ، خو کابل کې ځينې کسان د هغوى د کمپاين له څرنګوالي سرټکوي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون له مهالوېش سره سم به دغه کمپاين د روانې تلې مياشتې تر ٢٥ مې دوام وکړي، تر هغه وروسته دوې ورځې به د چوپتيا (کمپاين نه کولو) ورځې وي او د همدې مياشتې په ٢٨مه به د ولسي جرګې ټاکنې تر سره شي.

په غزني کې د ولسي جرګې لپاره ټاکنې د ځينو ستونزو له امله ځنډول شوي، خو په نورو ولايتونو کې نوماندانو تېره شپه په واټونو کې خپل انځورونه او شعارونه نصب کړي دي.

د کابل ښار د احمدشاه بابا مېنې اوسېدونکى محمدزمان پژواک خبري اژانس ته وويل، کمپاين د نوماندانو حق دى خو په ياده سيمه کې يې د ځينو هټيو پر ښيښو او دېوالونو هم انځورونه لګولي دي.

دى وايي چې دغه هټۍ وال اوس بېرته دغه انځورنه شکوي.

دغه راز هغه زياته کړه چې کمپاين کوونکو د ښار پاکوالي ته هم پاملرنه نه ده کړې او کاغدونه يې پر سړک غورځولي دي.

د محمدالله محمد په نوم د کابل ښار يو بل اوسېدونکي همدې موضوع ته په اشاره ليکلي:” کانديد صيبانو! د کمپاين پرمهال خپلو پلويانو ته دکمپاين د مشروع اصولو د عملي کولو يادونه او ټينګار وکړۍ او هم بايد د ښار ونو د پاکوالي خيال وساتي. ځکه: مونږ بايد د خپل کلي، ښار او هېواد پاکوالۍ خپله ملي فريضه وګرځوو.

د ولسي جرګې لپاره٢٥٦٥ تنو چې ٤١٧ يې ښځې دي، ځانونه نوماند کړي دي.

په دغو ټاکنو کې د رايې کارولو لپاره شاوخوا نهه ميليون کسانو نوم ليکنه کړې ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.