د ولسي جرګې غړي: د امنیتي ادارو کمزوري مدیریت حالت ترینګلی کړی

 

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۲۱) د ولسي جرګې ګڼو غړو نن د دې جرګې په امتیازي ساعت کې د خبرو په مهال وویل، چې د روان کړکېچ یو لامل د امنیتي ادارو کمزوری مدیریت دی.

دوی وایي د امنیتي ادارو کمزوري مدیریت او بې پروايي د دې لامل شوی، چې جګړه ورځ نه بلې ته تېزه شي.

د ولسي جرګې غړو دغه راز نیوکه وکړه، چې د امنیتي ادارو مسوولین د روان وضعیت په اړه ولسي جرګې او ولس ته وضاحت نه ورکوي او دا مسئله د اندېښنې وړ ده.

سرچینې ټینګار وکړ، چې امنیتي ځواکونه پیاوړي دي او د جګړو وړتیا لري، خو په مدیریت او دوی ته د امکاناتو د برابرولو په برخه کې کمزوري د دې لامل شوی چې وضعیت ترینګلی شي.

د ولسي جرګې غړي داسې مهال د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښيي، چې په دې وروستیو کې په هېواد کې جګړې سخت زور اخیستی او هره ورځ د مرګ ژوبلې راپورونه خپرېږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.