د ناټو پخوانی قومندان: ټرمپ مایوسه کړي یو د سرتېرو شمېر باید کم نه شي

 
تاند(یکشنبه، د قوس ۲) د ناټو یو لوړپوړي پخواني چارواکي ویلي چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو ستنولو پرېکړه غیر منطقي ده او دوی یې سخت مایوسه کړي دي.

د ناټو ځواکونو پخواني قومندان جنرال جیم سټاورډیس ویلي، القاعده او نورې ترهګرې ډلې لا هم په افغانستان کې د فعالیت لپاره پراخې امنې ساحې لري او که چېرته امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي نو په دغه هېواد کې د امریکا او متحدینو پیل کړې جګړه به بې هدفه پای ته ورسېږي.

هغه ویلي د پیل شوې جګړې موخه د القاعده شبکې له منځه وړل و خو تر اوسه دا ډله له منځه نه ده تللې او په دې وروستیو کې یې یو ځل بیا د منسجمېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

هغه زیاته کړې، د سرتېرو د شمېر کموالی به نه یوازې د افغان ځواکونو د روزنې بهیر زیانمن کړي بلکې طالبانو ته به دا فرصت په لاس ورکړي چې خپلو بریدونو ته لا شدت وبښي.

دې پخواني جنرال د خپلو خبرو پر دوام ویلي، که څه هم طالبان به د جګړې له لارې بریالي نه شي خو په اوسنیو شرایطو کې د سرتېرو کمولو پرېکړه هیڅ ډول، سیاسي، نظامي او ډیپلوماټیکه مانا نه لري.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې دغه راز څرګنده کړې، وېره لري چې که چېرته امریکایي ځواکونه خپل سرتېري وباسی نو د ناټو یو شمېر متحدین به هم د ټرمپ لاره تعقیب کړي خو په وینا یې دی هیله لري چې هغوی دا کار ونه کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.