د ملابرادر او نورو طالب مشرانو ترمنځ د اختلاف پر سر ملاهبت الله عمومي محاذونه لغوه کړل

 

تاند(جمعه، د حوت ۸) د طالبانو د سیاسی دفتر د مشر ملا برادر او د طالبانو د جنګي قومندانانو ترمینځ د قدرت او نفوذ په کشکمش کې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د مشهورو طالب قومندانانو له خوا جوړ شوي محاذونه لغوه اعلان کړل .

د طالبانو له را څرګندیدو وروسته مشهورو طالب قومندانانو د خپلو انډیوالانو لپاره محاذونه جوړ کړل چی مشهور محاذونه یې د ملا فاضل، ملا دادالله، ملاعبید الله او ملا نعیم محاذونه وو.

په کویټه کې د طالبانو سرچینې وايې “ملا برادر په قطر کې د سیاسی دفتر د واک له تر لاسه کولو وروسته د افغانستان دننه د نفوذ په لټه کې شو او د یو شمیر عربي هیوادونو څخه یی د دې لپاره چې د قطر د سیاسي دفتر پریکړې د افغانستان دننه عملي کړي په هلمند، کندهار، اروزګان، زابل او نورو ولایتونو کې د خپلو ملګرو تقربیا ۴۰۰ محاذونه جوړ کړي او په مستقیم ډول ورسره مالي مرستې کوي، د ملابرادر دغه ډول محاذونه نور مشهور قومندانان لکه صدر ابراهیم او ملا سراج الدین حقانی اندېښمن کړل او ملاهبت الله ته یې شکایت وکړ چې په نتیجه کې یې ملا هبت الله د قومندانانو محاذونه منع او لغوه اعلان کړل .”ً

سرچینې همداراز وايي“له دغو محاذونو څخه د ملابرادر هدف دا دی چې د قطر د سیاسي دفتر د مشر نظامي نفوذ زیات شي او د خلیلزاد په سپارښتنه پاکستان او قطر ملا برادر ته په ملیونونه ډالر ورکړل چې د نظامي طالبانو او سولې ته د ژمنو طالبانو په منځ کې ملابرادر ته تعهد زیات کړي .”

د برادر د محاذونو پروژې ته د ملا برادر له خوا د طالبانو سیاسی کولو پروژی نوم ورکول کیږي خو د ملا هبت الله پریکړې دغه پروژه په خطر کی اچولې ده.

په قطر کي د طالبانو سرچینې وايي د ملا برادر او ملا خیرالله خیرخواه له خوا دغه پروژه تر ډیره پر مخ تللې او ملیونونه ډالر د محاذونو قومندانانو ته رسول شوي دي.

بل اړخ ته په قطر کې د طالبانو سرچینې وایي چې د استاد یاسر کورنۍ او زامنو ته د هلمند د نظامی مشر ګل اغا او صدر ابراهیم له خوا د ملا برادر او ملا خیر الله د جاسوسۍ دنده ورکول شوې او د برادر ډیر اسناد یې صدر ابراهیم ته رسولي او د ملا برادر د محاذونو لیستونه یې هم ورسپارلي دي.

د استاد یاسر زوی عمار یاسر او کورنۍ د هلمند طالبانو ته لیکلې “ملا برادر همدا سبا تیار دی چې کابل ته ولاړ شې او له غنی سره اقتدار شریک کړي خو د هلمند شورا له ویري دغه کار ته زړه نه ښه کوي، له دې امله غواړي د خپلو نظامي انډیوالانو محاذوونو شمیر زیات کړي او ځان قدرت ته ورسوي .”

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.