د فراه د ولایتي شورا ريیس وايي، ایران په فراه کې د ورانکاریو ملاتړ کوي

 
تاند- د فراه ولایتي چارواکي پر امنیتي ادارو او مرکزي حکومت نیوکه کوي چې په فراه ولایت کې د ایران د ښکاره لاسوهنو په وړاندې پټه خوله دي.

د فراه د ولایتي شورا ريیس فرید بختور نن /پنجشنبه/ وویل، د فراه کشفي اورګانونو ته ثابته شوې چې ایران په دې ولایت کې د دولت د وسله والو مخالفانو ملاتړ کوي.

ده وویل چې دا اورګانونه له دې سره سره په دې اړه اقدام نه کوي.

د فراه د ولایتي شورا ريیس دا خبره په داسې حال کې وکړه چې ایراني رسنیو نن وویل، په فراه کې د افغانستان د ملي اردو ۶ کومانډو ځواکونه د طالبانو له لوري وژل شوي دي.

تر دې پخوا هم د فراه د پخواني والي په شمول ګڼو چارواکو په فراه کې د ایران د مداخلې ادعاوې کړي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې په وروستیو کې د ایران د ورانکارو اقداماتو هدف دا دی چې د ټاپي پروژه عملي نه شي.

ایران هڅه کوي چې پاکستان او هندوستان د ترکمنستان د ګازو پر ځای د ایران ګاز واخلي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.